آیا ټرمپ به پر ایران رښتیا هم برید وکړي؟

امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غوسې په حالت کې د ایران ولسمشر ته ګواښ وکړ چې که دا ځل یې امریکا ته ګواښ وکړ، نو بې سارې پایلې به وګوري. نو آیا ټرمپ به پر ایران رښتیا هم برید وکړي؟

امریکايي لیکوال، کریشنادیف کالامور، په خپله لیکنه کې، چې په اټلانټک امریکايي مجله کې خپره شوې، ویلي چې د ټرمپ دا ګواښ په دې معنی دی چې ګوندې پر ایران باندې به داسې برید وکړي چې ”په تاریخ کې به یې پایلې ډیرې کمې لیدل شوې وي.“

د لیکوال په خبره، د ټرمپ دا الفاظ د واشنګټن او تهران تر منځ په منځني ختیځ کې د تر ټولو غښتلو وسله والو ځواکونو تر منځ د نظامي جګړې احتمالات زیاتوي.

لیکوال لیکي، د ټرمپ دا ګواښ هغه مهال مخې ته راغلی کله چې ایراني ولسمشر د ایراني ډیپلوتانو پر وړاندې په خپله وینا کې وویل، ”امریکا باید پوه شي چې له ایران سره سوله د ټولو سولو مور او له ایران سره جنګ د ټولو جنګونو مور ده“.

ټرمپ د غوسې په حالت کې ایراني ولسمشر په دې څرګندولو وګواښه او ویې ویل: ”ته باید هیڅکله د امریکا په ګواښلو د بیا لپاره فکر ونکړې، که نه نو داسې پایلې به یې وګورې چې ډیرو کمو هیوادونو لیدلې دي. مونږ اوس هغه هیواد نه یو چې مونږ ته هغه الفاظ استعمال کړې چې په زور او وژنو مشتملې وي، نو ډېر پام کوه.“

د لیکوال په نظر، د ټرمپ له دا ډول ګواښونو معلومېږي چې له ایران سره جګړه حتمي ده، خو که د ټرمپ او د شمالي کوریا د ولسمشر تر منځ متبادلو ګواښونو ته یو نظر واچوو چې ټرمپ د شمالي کوریا مشر ته د ”لنډي،“ راکټي،“ او ”لېونی“ خطاب وکړ، او هغه ټرمپ”زوړ،“ او ”کم عقل“ وباله… خو ومو کتل چې تر متبادلو او له غوسو ډکو ګواښونو څخه څو میاشتې وروسته، دواړه مشران په سنګاپور کې سره کښېناستل او د روغې جوړې یوې نتیجې ته ورسېدل.

 آصف الله آصفي

سرچینه
الجزیره او د اټلانټک

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close