آیا په اسلام آباد کې دسولې خبرې به تلپاتې سوله راولي؟

کابل ټکی کام ـــ سرلیکنه

د تېر جون د میاشتې په ۲۴مه د پاکستان د صدر  اعظم سلاکار وزیر سرتاج عزیز په یوه خبري ناسته کې رسنیو ته ویلي ؤ  چې: په نږدې راتلونکي کې به د افغان دولت او د دولت د مخالفو  وسلوالو ترمنځ په نږدې راتلونکي کې خبری وشي.

سرتاج عزیز د افغانستان په مسئله کې چې دسولې په اړه هلې ځلې پیل شویدي د چین لخوا دهلو ځلو د پیل کولو یادونه وشوه. هغه وخت نه د افغان دولت او نه د وسلوالو طالبانو لخوا د سرتاج عزیز  وینا ته مثبت ځواب ورکړل شو اونه رسنیو  و ر باندې رڼا واچلوله ځکه چې دوه ورځې وړاندې طالب وسلوالو د افغانستان پر پارلمان برید وکړ چې که ئې مخه نه وای نیول شوې نو افغان دولت ئې بې کابیني کاوه.

د سر تاج عزیز د وینا له مخې له کابله د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال خلیل کرزي په مشري يو پلاوي چې د افغانستان د سولې د شورا غړي هم ورسره ؤ په اسلام آباد مري کې ئې د طالب پلاوي سره د سولې په اړه خبرې وکړي په اسلام آباد کې د سولې په اړه خبرو ته تر نورو غونډو چې په ناروي، قطر ،چین او نورو هېوادو نو کې شوې وې زیاته لېوالتیا وښودل شوه خصوصاً د امریکا سپینې ماڼۍ د اسلام آباد غونډه د افغانستان د مسلکي د حل پیلامه وبلله او افغان کورنیو چارو وزارت نه یوازې داچې د پاکستان هلې ځلې ئې پدې اړه وستایلې دا تمه ئې څرګنده کړه داګټورې خبرې به په افغانستان کې د وینو تویولو او ورانیو د مخ نیوي سبب وګرځي.

خصوصاً ډاکټر اشرف غني چې د اسلام آباد له سفره څو ورځې وروسته له پاکستان لږ څه ماڼېجن شوي ؤ داسلام آباد خبرو ته یې خو ښي څرګنده کړه. هغه ویلې چې په اسلام آباد کې د دولت او طالبانو   د پلاوي ترمنځ د نظرونو شریکېدل یو ګټور ګام دی.

ددې ټولو څرګندولو وروسته د سیمې کارپوهان پدې نظر دي چې په اسلام آباد کې شوې خبرې او یا تردې وروسته د خبرو بل پړاو چې د پاکستاني چارواکو په وینا له روژې وروسته به پیل شي آیا د نورو  شوو غونډو په څېر به څو ورځې د رسنیو بحثونه او سر خطونه وګرځي که په افغانستان کې به تل پاتې سوله راولي؟

له وخته د مخه خو چې د تېرو وختونو روند ته وکتل شي د سولې په اړه څه تمه کېدل به بې ځایه وي خود امریکا لخوا په دومره پیمانه ستاینه، د پاکستاني چارواکو مسلسل ټینګار، په غونډه کې د چین او  روسیې د استازو په ګډون او ګډې هڅې دا را په ګوته کوي چې کېدای شي د افغانستان مسئلې ته د حل یوه لاره پيدا شوې وي.

دا ټول یوې خواته خو د طالبانو  د ویاند ذبیح الله مجاهد تردید هر څه له اوبو سره لاهو کړي. او د هېچا هم پداسو خبرو باور ټينګ نشي پاتې. بعضې شنونکي په دې اند دي چې دغه خبرې یوازې په نامه ولاړې دي نه خو طالبان او نه هم بل جهت ورته په سپيڅلي نظر سره ګوري. ځکه که چېرې په رښتیا هم د سولې خبرو ته هر جهت ريښتينۍ وای نو باید دا رسماً او د هغه دفتر لخوا شروع شوې وای چې طالبانو رسماً په ګوته کړی دی، او د ګوته شوي دفتر څخه بغیر ناستې او خبرې طالبانو رسماً له لمړي سره رد کړي دي. نو بیا ولې پداسې ناستو وغوليږو؟ اوس نه پوهېږو چې د افغانستان دولت خپل ملت غولوي او که…؟ طالبان خو له لمړي سره ښه روڼ دريځ خپل کړی او  همېشه وایې ـــ که ښه وي او که بد ـــــ چې له دې دولت سره مونږ نه ناسته او نه هم بله داسې معامله کوو.  او بل دې ځای ته که ښه متوجه شو چې کله چې هم داسې او یا ورته خبرې شروع شي طالبان د افغانستان په دننه کې په دولتي ځواکونو حملو ته زور ورکړي، او ځانونه ډېر هوښیار او ځيرک ښکاره کوي او دا په ډاګه کوي چې څوک يې غولای نشي. نو بیا دا هرڅه د څه لپاره؟؟؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close