آیا په ”خدای دې یې وبخښي“ ویلو به مونږ خلاص شو؟

عبدالله عزام

د یرغل له پیل څخه بیا تر نن ورځي پوري چې په هیواد کې کوم ناورین او د بې ګناه افغانانو عام قتل روان دی، حالت ته یې د کاڼي زړه ویلي کیږي. په دې عام وژنه کې د افغان حکومت له ولسمشر څخه نیولې تر ادنی چارواکي او چوبکي پوري ټول مستقیم یا په غیر مستقیم ډول ښکیل دي او د خپل ملت په وینو یې لاسونه ککړ دي.

دا وژني دلته د پردیو تر څنګ د هغوی په اشاره هغه کسان په ډېره بې رحمۍ او ناځوانۍ سره کوي، څوک چې د افغانیت او د وطن او ملت د خدمت او ساتني دعوه کوي او پر اوږو یې د “یاوطن یا کفن” شعار ټومبلی وي.  دغه خلګ په حقیقت کې د یرغلګرو په لاس روزل شوي د هغوی ګټو ته ژمن هغه لوېدلي انسانان دي چې د امریکا په شخصي لګښت روزنه مومي؛ د هغوی له لوري معاشونه ورکول کیږي او د هغوی د اهدافو د تحقق لپاره یې د خپل ملت په وژني، ربړوني او چور و تالان پسي مټي رابډ وهلي دي.

زما مراد صفر یک قطعه، سپیشل فورس او د دوی په څیر د انسانیت په جامه کې نغښتي نور لېوان دي، چې تل یې پر خپله رمه باندې حمله کړې ده. هغه افغان ځوانان یادوم چې ویده ملت یې په قد و قواره، لباس، شکل او هیئت تل غولیږي او نازیږي، خو تل همدوی د خپلو مسلمانو وروڼو او بې ګناه هیوادوالو په سینه کې خنجر خښ کړی دی.

افغانان ښایي بل چا داسي په بې دردۍ او بې رحمۍ سره نه وي وژلي، لکه څنګه چې یې صفریک قطعې والا او سپیشل فورس وژني. د امریکایانو په ملتیا د شپې مهال د افغانانو پر کورونو چاپې اچول، خلګ تړل، بندیانول او وژل، مال او جایداد یې سوځول او ودانۍ یې په بمونو الوزول د نوموړو په عادي او یومیه معمولاتو کې شامل دي او ډېر ځله دا کړني د صلیبیانو په اشاره د هغوی له شرکت پرته ترسره کوي چې له سلګونو وحشتونو څخه یې یوه بېلګه دا اوسنۍ د ننګرهار پېښه ده.

په یاده پېښه کې د یوې کورنۍ اتلس غړي چې بوډاګان، ښځینه او  د تي ماشومان هم پکي شامل وو، په یوه شپه د نوموړو له لوری په شهادت ورسول شول او په ډېره ناځوانمردانه توګه یې د ابد په خوب ویده کړل.

نوموړي خو په وحشت او ملت وژنه کې د یو بل سره مسابقه کوي، خو د دوی پر وړاندې زمونږ مسئولیت څه دی؟ په خلاف یې مونږ باید څه وکړو؟ د دې بلا حل لاره باید څه وي؟

د دې وحشت او بربریت په اړه چې تر کومه د خلګو او ملت عکس العمل دی، نو بس همدا دی چې “ډېر بد شوي دي”. “الله دې وبخښي”. امنیتي ځواکونه باید محتاط واوسي کنه خپل ارزښت به له لاسه ورکړي” او داسي نور…..

 خو آیا صرف د تحسر لاسونه موښل به کومه مثبت اثر ولري؟ د خولې په وینا به زمونږ ذمه بري شي؟ د الله تعالی په نزد به مونږ مسئول نه یو؟ په ښیرا کولو به مونږ د دې ناورین سد باب وکړو او په دې به کار وشي؟

راسره مله شئ تر څو د د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زمانې د عُرنیینو کیسه دریاده کړم، نور بیا قضاوت  تاسي خپله وکړئ.

دغه کیسه په صحیح البخاري کې انس بن مالک رضي الله تعالی عنه روایت کړې ده او فرمایي چې مدینې منورې ته  د عُکل قبیلې ځیني خلګ راغلل او هلته یې اوسېدل پیل کړل. پر دغو خلګو د مدینې منورې هوا ښه نه ولګېده او له څه مودې وروسته داسي ناروغي ورپېښه شوه چې نسونه به یې پړسېدل. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی واستول چې د مدینې په اطرافو کې د بیت المال اوښان څریږي، ولاړ شئ او د هغو شیدې او بولي وچیښئ، چې په هماغه سره به الله تعالی شفاء درپه برخه کړي.

خلګ هلته ولاړل او په همداسي کولو یې نارړغي ښه شوه او لا زیات څربه شول. له هغه وروسته دغو خلګو د اوښانو ساروانان یا څرونکي ووژل او د هغوی اوښان یې د ځانونو سره وشړل. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دغه خبر ورسېد نو سمدستي یې صحابه پسي واستول چې هغوی ونیسي او رایې ولي. له حاضرولو وروسته محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی د لاسونو او پښو د غوڅولو امر وکړ او په سترګو کې یې سَرَپ ور ویلي کړل او بیا یې لمر ته وغورځول تر داسي چې مړه شول.

امکان نه ؤ چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعاء یا ښېرا دي الله تعالی رد کړې وای، بلکي تل به یې د خپل فضل او مهربانۍ له مخي د خپل محبوب صلی الله علیه وسلم خواست قبلوی. خو د دې هرڅه ترڅنګ رسول الله صلی الله علیه وسلم دا نه وویل چې پر وژل شوو دي الله رحم وکړي یا دي الله دا ظالمان تباه کړي او بیا همداسي کښېناست. بلکي د هغوی په خلاف یې هغه عمل ترسره کړ چې تل د ظالمانو لپاره عبرت ؤ.

دا کیسه ښه په ډاګه کوي چې د ظالم او ظلم په خلاف باید یوازي پر ښېراوو او غندلو بسنه ونشي، بلکي په خلاف یې باید عملي اقدام وشي؛ د مخنیوي لپاره یې باید پاڅون وشي او ظالم تر هغه وخت وړهل شي تر څو د خپل عمل سزا ومومي او یا له خپلو ناوړو کړنو څخه ریښتینې توبه وکړي.

دا اتلس کاله کیږي چې افسوس او غندنه کوو  خو کومه ګټه یې کړې ده؟ نه! بلکي ظالم ورځ تر بلي توان او قوت پیدا کوي او پر وژلو او تعذیبولو مو جرأت مند کیږي. ښایي په دې دومره اوږده موده کې دا راته جوته شوې وي چې صرف لفظي غندني او د بې وسۍ اوښکي تویول مو هیڅ درد نه دوا کوي او نه مو د غم په اظهار ظالم پر حال رحم کوي بلکي تر څو چې مو دغه ظالمانو ته د عبرت درس نه وي ورکړی، د همداسي نورو سلګونو پیښو انتظار باید وکړو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close