آیا یواځې د وردګو والي بې کفایته دی؟

کابل غږ

ع خاموش

تیره ورځ په وردګ ولایت کې مدني فعالانو او د ولایت یوشمیر محصلینو او استادانو د هغه ولایت پروالي نیوکې وکړي وې ویل چې موږ ته په هره برخه کې دوالي  بې کفایتي څرګنده شوه او باید ژرترژره له دندې ګوښه کړل شي.

په یوه ولایت یا ولسوالۍ کې په دنده د ګمارل شوي شخص مسئولیت دې چې دولایت داوسیدونکو د سر اومال ساتنه وکړي  که ېې نه شی کولای نو اعتراف دی وکړي او یادې دخپلې ناتوانې عذروکړي چې دا عمل خپله دهغه دظرفیت ثبوت ورکوي.

په افسوس سره په یوه ولایت کې هم داسې  والي یا ولسوال یاد نه  کړل شو چې په خپله ناکامۍ ، ناتوانۍ او یا بې واکۍ اعتراف وکړي یاد کورنیواو اطلاعات او کلتور دوزیرانوپه څیر کار ته د نه پریښودو لاملو نه د خپلو استعفاؤ دلیل وړاندې کړي.

د وردګو پروالی نیوکمارو له مرکزه غوښتي چې په ولایت کې اداري فساد، د ښوونځیو وران ویجاړحالت، د روغتیاکلینیکونونشتوالی،د ولایتي مامورینو کارونوته نه توجه، د لویولارو بې امنیتی او… داهغه څه دې چې د تیرپه څیر په وردګو ولایت کې لیدل کیږي او والي ېې دبې کفایتۍ له امله ناتوانه دی.

داټولې نیوکې په ټولو والیانو کیږي خو یوه نیوکه چې پرنورولایتي چارواکونه ده شوی هغه داده چې د وردګو والي طالبانو ته تزکرې ورکوي.

که مرکز دوردګو والي زمانی به دې نیوکو او بې کفایتۍ له دندې ګوښه کوي دابه د زمانی سره د مرکز ناځواني  وي ځکه دا کومی نیوکې چې په زمانی شویدي دټولو والیانو همدا حال دی که د طالبانو سره دحکومت او به ځانګړی توګه دپوخي مسئولینو لاس نه وي کابل او ولایاتو ته سره دسپکو او درنو وسلو داخلیدل هم څه اسانه کارنه دی طالبان به حکومت کې نفوذ لري او دخپل نفوذ دزیاتوالي لپاره ېې هڅې ترپخوازیاتې شویدي.

مرکز دې داتسلیم کړي  چې د وردګو اعتراض کوونکي هم حق په جانب او والي هم حق په جانب  که له ولایتې دندې ګوښه کیږي باید له سیرمې دې ولیان او د ولایاتو چارواکي ګوښه کړل شي ځک که دا بې کفایتي وي نو یواځې دوردګو والي نه ټول دده همدندي بې کفایته دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close