ابراهیمي وکیلانو ته: هره ورځ خلکو ته یو نوی فیلم وړاندې کوئ

د ولسې جرګې رییس، عبدالرؤف ابراهیمي، د وکیلانو پر وروستیو فزیکي شخړو نیوکه کړې او وکیلانو ته یې ویلي چې هره ورځ ”خپل یو نوی فیلم په خلکو ګوري.“

ابراهیمي زیاته کړې، ځینې استازي هره ورځ یو نوی فیلم د خلکو مخ ته ږدي او د اداري هیئت پر وړاندې درېږي.

نوموړي ویلي، ”څه اړتیا ده چې د یوه وکیل په حیث په تالار کې دننه د یوه بل وکیل څرګندونو ته غبرګون ښکاره کوئ؟ دا د داخلي وظایفو د اصولو خلاف کار دی.“

د نوموړي په خبره، ”ولسي جرګه د چا شخصي کور نه دی، د ملت کور دی، د افغانستان د خلکو د عزت کور دی.“

ابراهیمي وکیلانو ته ویلي، ”تاسو د خلکو د ټاکل شویو استازو په توګه د انتخاباتي حوزو په سطحه خپل ټولنیزو مقام ته په کتو او د خلکو استازیتوب کوئ، باید په لوړو اخلاقو او قانون ته په احترام سره د دې کور درنښت وساتئ او د قانون او منظق په چوکاټ کې خبرې وکړئ.“

د ولسي جرګې رییس وویل، ”نماینده ګان په دې ډول برخورد کولو سره پرته له دې چې خپل کورنی فرهنګ د عامو خلکو او رسنیو په وړاندې کښېږدي بل څه نه شي تر لاسه کولای.“

ابراهیمي نن د دې خبرو په کولو وروسته له هغه مجبور شو کله چې د کندز د خلکو استازی، کمال صافي، د بلخ د خلکو پر استازي، احمد شاه رمضان، د برید په موخه له خپلې څوکۍ ولاړ شو، خو نورو وکیلانو منع کړ.

تېره چهارشنبه هم ځینې وکیلانو د بدخشان د خلکو پر استازي، عبدالطیف پدرام، د برید هڅه کړې وه، چې د نورو وکیلانو په هڅو پدرام له مجلسه وایستل شو او جلسه پای ته ورسېده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close