ابراهیم ابن ادهمه ! زمونږ دعا ولې نه قبليږي ؟

ابراهیم ابن ادهمه ! زمونږ دعا ولې نه قبليږي ؟

جمع و ترتیب : سید زبیر هاشمی

ابراهیم ابن ادهم یو دهغه نیکو اوصالحو ځوانانو څخه وه چې ټول عمر يې د الله تعالی دین خذمت يې بخلې وه ، دغه ځوان شاهي کورنۍ کې زیږدیلې ؤ او پلار يې د خراسان بادشاه ؤ په بلخ کې یې شاهي خونه ؤ له بلخ يې په ټول خرسان حکومت کاوه  .

ابراهیم ابن ادهم یوه ورځ له خپله کوره د ښکار په لور و وت  ، په لار کې یو آواز يې ترغوږ شو چې ای ابراهیمه ته ښکار لپاره پیدا شوی يې ؟ او که دالله له لور پدې درته امرکړي شوئ؟ ابراهیم ابن ادهم اودرېده شاو خواته يې وکتل خو هیڅ شئ په نظر وره نغې ، ابراهیم بیا په اس روان شو بیا ورته له هغې نه په اوچت  اواز غږ اوشو ، ای ابراهیمه ته ښکار لپاره پیدا شوی يې ؟ او که پدې درته امرکړي شوئ؟

ابراهیم ابن ادهم په خپل ځای اودریده او د فکرونو په دریاب کې ډوب شو ورسته لدې یې ځان سره پریکړه وکړي چې دا آواز د  رب لوري راته اوشو نو قسم يې وکړه؛ د سترګو رپ برابر به هم دخپل رب نا فرمانې ونکړم.

همغه وه چې د شاهې کورنۍ ځوان چې په کوم اس باندې ناست وه هغه يې پریښوده او دخپل پلار څاروې خدمت کوونکوته لاړ له یوخادم نه يې زړا چپنه واخیسته او خپلې جامې یې هغه ته ورکړلې او دعراق خواته يې ددیني تعلیم لپاره سفر وکړ.

دشاهي خاندان ځوان ټول عمر لپاره يې ملنګې غوره کړه زړو جامو کې ګرځیده د ژمي موسم کې به يې یوکمیس په غاړه اچول داسي کمیس چې دیخنې مخنوی يې نه کوه  او زیا تر وخت به يې روژي نیولې ډیر کم خوب به يې کوه

یوه ورځ دبصرې په ښار تیرېده د بصرې خلکو ته د نوموړي دینداري معلومه وه دبصرې خلکو ورڅخه پوښتنه وکړه چې ای ابو اسحاقه څه وجه ده چې مونږ دعاګانې کوو مګر دعا مونه قبلېږي؟

ابراهیم ابن ادهم ورته په ځواب کې وویل : د ستاسو زړونه دلسو خصلتونو په خپلولوسره سخت شوې دي چې دعاګاني مونه قبلېږي

۱- الله تعالی پېژنئ  خو حق یې نه ادا کوئ

۲-  قران لولئ خو عمل ورباندې نه کوئ

۳- دپغمبر دمحبت دعوه کوئ خو به طریقه يې ژوند نه تیروئ

۴- جنت حق ګڼئ خو عمل ورته  نه کوئ

۵- دوزخ حق ګنئ خو دتېښتې لار ورته نه لټوئ

۶- شیطان سره دد ښمنۍ دعوه کوئ خو په عمل کې دهغه سره دوستي کوئ.

۷- مرګ حق کڼئ خو تیاری ورته نه کوئ

۸- دخلکو عیبونو پسې شوي یاست او خپل عیبونه مو هیر کړي دي

۹- مړي په خپلو لاسونه ښخوۍ خو عبرت ترې نه اخلئ

۱۰ الله تعالی نعمتونه مو وخوړل مګر دالله تعالی دنعمتونو شکرمو ادانکړ.

ابراهیم ابن ادهم چې الله تعالی نه کومه دعا غوښتله الله تعالی به ورته دعا قبلوله.

دغه لس خصلتونه په حقیقت کې دالله تعالی د نزدی کت لپاره لس پوړې دي، الله تعالی دی مونږ د دغه لس خصلتونو نه  برخه مند کړي.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close