ابوبکر البغدادی ماته یوه ځانګړې ډالۍ واستوله

ژباړه:  اسدخیل

تیره سه شنبه د داعش تنظیم یو مشر (صدام الجمل) په یوه عراقي محکمه کې د تحقیق پر مهال یو شمیر رازونه بربنډ کړل، د داعش تنظیم له مشر (ابوبکر البغدادی) سره یې په خپلو اړیکو رڼا واچوله، د داعش سره د یو ځای کیدو په څرګندوالی هم وغږیدلو او د (جبهة النصرة) تنظیم سره د داعش پر مخالفت یې هم خبرې وکړې.
د عراق د عالي محکمې اړوند د ترهګرۍ د قضیو د ځانګړې محکمې چې د سترې محکمې یوه څانګه ده، رسنیو د (صدام عمر حسین الجمل) چې ۴۰ کلن او سوریایي تبع دی اعترافات خپاره کړل چې هغه ویلي دی چی: زه د سوریې په البوکمال سیمه کې اوسیدم، او د عراق او سوریې نه مې د سګریټو د قاچاق کاروبار کاوه، د ۱۹۹۸ نه تر ۲۰۱۰ پورې مې په دې کاروبار کې زښتې زیاتې پیسې ترلاسه کړې، خپلې زده کړې کې مې په متوسطه کې پريښودې، کله چې د سوریې په ښارونو کې لاریونونه پیل شول ما هم پکې ګډون وکړ تر دې چې زه تعقیب کړای شوم او څو څو ځل توقیف کړای شوم، ورپسې مې وسله وال فعالیت ته مخه کړه، او د (الله اکبر) په نوم مې یو ټولی ایجاد کړ، چې د ۲۰۱۱ کال په پیل کې د سوریې په القوریه ښار اعلان شو.
(الجمل) د داعش سره د خپل یو ځای کیدو کیسه کې څرګنده کړه چې : له یوه خپلوان نه مې چې له داعش سره په اړیکه کې و غوښتنه وکړه چې د داعش له مشرتابه سره مې اړیکه پیدا کړي، چې بالآخره د داعش د یوه والي عامر رفدان سره مې لیده کاته وشوه، او د هغه په مخ کې مې د ابوبکر البغدادی سره بیعت وکړ نو په دې سره نور زه د داعش تنظیم یو غړي وګرځیدم.
نوموړی زیاتوی چې یوه ورځ جبهة النصرة د یو شمیر وسله والو ډلو په ګډون پر داعش تنظیم باندی یو پراخ برید وکړ، او ویي کولای شول چې د داعش یو شمیر افراد ووژنی او یو زیات شمیر سیمې ترې لاندې کړي.
الجمل ټینګار وکړ چې ابوبکر البغدادی ورته یوه ځانګړې ډالۍ (چې یو نامعلوم شمیر پیسې وي) واستوله او په ضمن کې یې هغه ته د (أبي رقیة الأنصاري) په لقب سره خطاب کړی و او په سوریه کې یې یو ځل د ابوبکر البغدادی سره لیدنه وشوه، چې د موټرو په یوه کاروان کې په یوه زري ضد موټر کې چې شیشې یې تورې وې ناست و، ځینو قومندانانو هڅه کوله څو ما له بغدادی نه لرې وساتي، چې هسې نه کوم ښه منصب ترلاسه نکړم او بغدادی هم همدا غوښتل، ځکه چې څو څو ځل یې راڅخه په دې اړه پوښتنې او ګرویګنې کړې وې.
د داعش د مالي سرچینو په اړه الجمل وایی چې: بهرنۍ سرچینې وې چې په پر یو شمیر هیوادونو مشتملې وې او داخلي سرچینې یې هم درلودې لکه پر سوداګرو د نفطو پلورل، او له بزګردانو، سرمایه دارو، او سوداګرو نه ټکسونه راټولول او داسې نور.
الجمل زیاتوي چې: له داعش څخه د جبهة النصرة بیلیدا ستر عامل د الجولاني وتل وو، ځکه چې نوموړی پوهیدلی و چې د یو شمیر نورو کړیو له لوري د ده د له مینځه وړلو په موخه پلان جوړ شوی حال دا چې د ده ډله مخ پر پراخیدا وه، او په دغه مهال کې ځواک او وسلې هم د ده په لاس کې وی، او خلیفه بغدادي پر ده زیات اغیز ځکه نه درلود چې هغه په عراق کې میشت و، او خپل قومندانان به یې سوریې ته له عراقه استول.
الجمل په خپلو خبرو کې عراق ته د داعش د ننوتلو او پر موصل او الأنبار باندې د ولکي ټینګولو پر څرنګوالی خبرې وکړې ویې ویل چي: داعش خپل افراد اماده کړل څو پر موصل یرغل وکړي، چې کله یې تر خپلې ولکې لاندې راوست نو بیرته یې خپل ځواکونه وغوښتل او بیا یې پر الأنبار ولکه ټینګه کړه، په همدې ډول یې په سوریه کې هم پراختیا او خپریدا ومونده.
نوموی زیاته کړه چې: داعش تنظیم د چیچنیایانو پر ډلې چې مشري یې ابوعمرچیچنیایی کوله او په عراق او سوریه کې یې درنې جګړې پر مخ بیولې، ډیر غښتلی شوی و، او ټینګار یې وکړ چې عراق نسبتا سوریې ته د داعش لپاره زیات اهمیت درلود، ځکه چې عراق یې غښتلی مرکز و، برسیره پر دې زیاتره قومندانان هم د عراق وو، او خلیفه ابوبکر البغدادی هم موصل کې میشت شوی و.
الجمل خپلې خبرې (پدې وروستیو کې د داعش په ویشل کیدا او ډلې ډلې کیدا) پای ته ورسولې او ویې ویل چې: داعش غاښ ماتوونکی ګوزارونه وخوړل، ټولې سیمې یې له لاسه ورکړې، اوس یواځې په سوریه کې لږې سیمې ورسره پاتې شوې چې عبارت دي له (هجین، أبوالحسن، الشعفة او السوسة) او ټینګار یې وکړ چې د داعش بقایا افراد زیاتره په همدغو سیمو کې موجود دی.
نوموړي په تاکید سره وویل چې داعش نور د جګړې توان له لاسه ورکړی او اوس یواځې د ډلبازۍ او داخلي جګړو په رنځ اخته شوی، او همدا لامل دی چې ډیري افراد ترې وتښتیدل.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close