ابو لهب ته د رسول الله ﷺ له خوا مهمه موکه – د قرانکریم رښتینې او ژوندۍ معجزه

 حامد افغان

ډاکټر ګیري ميلر (Gary Miller) پیدا:1948م امریکایي تاجر او سیاستوال دی، د کليفورنيا له ولایت نه په کانګرس کې د جمهوري ګوند غړی دی، د اسلام له منلو وروسته دی وایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د تره ابو لهب کیسه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت یوه رښتینې معجزه ده

ډاکټر ګیري ميلر Gary Miller
ډاکټر ګیري ميلر Gary Miller

ډاکټر میلر د دې معجزې تفصیل داسي بیانوي: ابو لهب د رسول الله صلی الله علیه وسلم سرسخته دښمن و، تر دې حده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به خلکو ته دعوت ورکاوه دی به ورپسي روان و، چې هغه به د اسلام په اړه پوښتونکو سره لیدل دی به هغوی ته ورغی او د هغه پر ضد به یې خبري ورته وکړې، هغوی ته به یې ویل: محمد دروغژن او ساحر دی. العیاذ بالله.

د ابو لهب له مړیني تقریباً لس کاله مخکي د هغه او د هغه د ښځي په اړه د قران یو سورة نازل شو چې (سورة المسد) نومیږي:

{ تَبَّتْ يَدَآ أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ } * { مَآ أَغْنَىٰ عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ } * { سَيَصْلَىٰ نَاراً ذَاتَ لَهَبٍ } * { وَٱمْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ ٱلْحَطَبِ } * { فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِّن مَّسَدٍ }.

په دې سورة کې دا خبره په ډاګه شوې ده چې ابو لهب به خامخا اور ته ننوځي: { سَيَصْلَىٰ نَاراً ذَاتَ لَهَبٍ}، یا په بل عبارت: هغه به اسلام نه مني.

په دې لسو کلونو کې ابو لهب او د مکې نورو مشرکینو د رسول الله پر ضد هر ډول تبلیغات کول، او د هغه پر خلاف په سخت مخالفت بوخت وو، خو څرنګه چې د رسول الله پر خلاف د دوی منطق او استدلال سست، کمزوری او بيخونده و ځکه خو د دوی له سخت مخالفت سره بیا هم زیات خلک اسلام ته داخليدل، دا په داسي حال کې چې له ابو لهب او د هغه له ملګرو سره خورا قوي او پیاوړی دلیل موجود و، داسي دلیل چې په قران یې تکیه کوله او هغه دا چې ابو لهب راغلی وی او د ټولو خلکو منځ کې یې اسلام اعلان کړی وی، او بیا یې خلکو ته ویلي وی چې د محمد قران وایي زه به اسلام ونه منم او اور ته به ځم، دا دی زه مسلمان شوم، ایا اوس هغه رښتینی کیدلی شي او د هغه قران رښتيني پاته شو؟ .

د دې کیسي مطلب دا هم کیدلی شي چې ګوا کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ابو لهب ته موکه ورکړه چې ته زما پر خلاف بیځایه کوښښونه کوې ته کولی شې زما قوي مخالفت وکړی شې، تا ته قوي منطق او استدلال په لاس درکوم، او ته کولی شې څو دقیقو کې د اسلام په اعلانولو سره اسلام ونړوې. خو ابو لهب د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا زرینه موکه ونه کاروله.

که متوجه شو دا یو څه عجیبه غونده خبره ده!، رسول الله صلی الله علیه وسلم ولې خپل سرسخت دښمن (ابو لهب) ته داسي مهمه موکه په لاس ورکړه؟! او دښمن ته دا ډول موکه ورکول ظاهراً معقول کار نه ښکاري، ځواب دا دی چې قران الهي وحي ده او رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله له لوري ډاډه و چې ابو لهب آن د څو دقیقو له پاره په دروغو هم اسلام نه اعلانوي، نو له دې کیسې ثابته شوه چې قران الهي کتاب دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم بې له شکه رښتینی پیغمبر دی. صلی الله علیه واله وسلم.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close