اتل هیواد او نړیواله بدنامی!

د رشد خبر ورکوونکې اداره: افغانستان شاید له هغه شمیر هیوادونو څخه وي چې خلک یې په ډیرو مسایلو کې د ارزش او افتخار په نظر ګوری، خو دغه اتل روزونکی هیواد په تاسف سره تر ټولو بده نړیواله رتبه تر اوسه خپله کړې ده، چې د کمزورۍ، کمې پوهې، او د دولتی خلکو او مشرانو په نه پوهیدو دلالت کوی.

  • یونسکو : افغانستان په نړۍ کې دوهم نمبر بې سواده هیواد دی.
  • جهانی بانک: افغانستان په آسیا کې د پانګې اچونې لپاره تر ټولو بد هیواد دی.
  • د روڼتیا نړیوال سازمان: افغانستان د نړۍ تر ټولو فاسد هیواد دی.
  • د میپل کرافت تحقیقاتي بنسټ: افغانستان د نړۍ تر ټولو بې ثباته هیواد دی.
  • ملګري ملتونه: افغانستان د مخدره توکو تر ټولو ستر تولیدوونکی هیواد دی. (کوکنار)
  • د سولې بنسټ: افغانستان په نړیواله سطحه اوم ناکام هیواد دی.
  • نی: افغانستان د ژورنالستانو لپاره تر ټولو خونړی هیواد دی.
  • د هیواد لویه څارنوالي: افغانستان د ښځو او کوچنیانو لپاره تر ټولو بد هیواد دی.
  • ٩- بنیاد اقتصاد و صلح: افغانستان چهارمین کشور ناامن و خطرناک جهان.
  • د سولې او اقتصاد بنسټ: افغانستان په نړۍ کې څلورم نا امنه او خطرناک هیواد دی.
  • د اقتصاد نړیواله ټولنه WEF: افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو بد هیواد دی.
  • انټرنشنل اسپکټیوټور: افغانستان د ترهګرۍ قرباني دوهم هیواد دی.
  • د ماشوم د خلاصون بنسټ: افغانستان او صومال د مور لپاره تر ټولو بد هیوادونه دي.
  • بي بي سي: له سوریې نه وروسته په نړۍ کې د افغانستان خلک تر ټولو زیات پناه غوښتونکي لري.
  • د عامې روغتیا وزارت: د افغانستان یوولس سلنه ( درې ملیونه) خلک په مخدره موادو معتاد دي.
  • طلوع تلویزیون: افغانستان د بهرنیو هیوادونو نه یو ملیارد ډالر پوروړی دی.
  • آوا: د افغانستان شل ملیونه ( ۷۵ سلنه) خلک د فقر د خط لاندې ژوند کوي.
  • د عامې روغتیا وزارت: د افغانستان شپیته سلنه خلک په پریشانۍ کې ژوند کوي.
  • شفقنا: د افغانستان دوه اویا سلنه ښځې پریشانه دي.
  • انټي مډیا: د افغانستان زیات ماشومان مخدره موادو ته مخه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close