اتل که خاین؟!

احمد منصور

که اسلامي تاريخ مطالعه کړو د اسلام د پرمختګ او د مسلمانانو د برياوو مانعين د امت خاينان ګرځېدلي مسلمانانو ته له کفارو هم دغه طبقه ﺯياته مضره تمامه شوې ، دغو خاينانو د دنيا کمې متاع په بدل کې يې خپل ايمانونه و پلورل او له کفارو سره يې د هغو پلانو په کاميابېدو کې مرسته کړې کوم پلانونه چې کفار د مسلمانانو د نابودى لپاره جوړوي تاريخونه ليکي کله به چې صلاح الدين ايوبي (رح) د هغه وخت مسلمان خاينان ووژل ايوبي صاحب به وژړل او وبه يې ويل:

 که چېرته دغه خاينان په اسلامي امت کې نه وى نن به اسلام په اروپايي ممالکو کې هم واکمن وى داسې وخت به راشي چې خاينان به په مسلمانانو واکمن وي .

ريښتيا هم نن هغه وخت دى نن په اسلامي هېوادو خاينان مسلط او واکمن دي نن امت د همدغو خاينانو له امله په سره اور کې سوځي اتلس کاله دمخه مو د همدغو خاينانو د خيانت له امله له يوه شته اسلامي نظام څخه بې برخې شو خاينانو نه يواﺯې اسلامي نظام يې را ړنګ کړ بلکې ﺯمونږ په وژلو، بنديانولو او تعﺫيبو را کولو کې هم څه سستي و نه کړه هر هغه ظلمونه يې په ولس وکړل چې په وس يې پوره ول.

 يو له ورته خاينينو څخه جنرال عبدالراﺯق وه چې تقريباً اونى دمخه د يو با احساسه ځوان لخوا ووژلى شو راﺯق قندهار د ريښتينو مسلمانانو لپاره سور اور ګرځولى وه په سلګونو هغه ځوانان يې شهيدان کړل چې اسلامي او جهادي فکر يې درلود د مدارسو ديني طالبان او د مکاتبو او پوهنتونو با احساسه محصلين به يې په ډېره بې دردى شهيدانول او يا به يې په خپلو شخصي ﺯندانونو کې ساتل چې لا اوس هم په ﺯيات انداﺯې سره لا درکه دي .

د افسوس خبره خو لا دا ده چې نن د راﺯق په څېر خونخوار قومندان ته هم د اتل لقب کارول کېږي حال دا چې نوموړي هېڅ داسې کارنامه نه ده کړې چې وستايلى شي او يا د اتل لقب ورکړل شي ما سوا له دې چې ريښتوني مسلمانان يې بنديان کړي او يا يې شهيدان کړي .

د اتل لقب بايد هغه چا ته وکارول شي چې د اسلامي نظام د راتلو لپاره د الله په لار کې جهاد کوي تر دې چې شهيد شي ، او يا مونږ اتل هغه چا ته وايو چې د يرغلګرو په خلاف جنګيږي د خپل دين ، هېواد او عﺯت ساتنه په مېړانه کوي راﺯق پر ځاى د دې چې د راغلو يرغلګرو پر وړاندې جهاد کړى وى برعکس د هغوى مرستندوى او غلام شو د امريکايانو په اشارو او د هغوى د خوشحالولو لپاره يې د مسلمان ملت پر وړاندې جنايت ترسره کول او د کفري نظام د نافﺫېدو کوششونه يې کول چې آخر هم د خپلو اعمالو په سﺯا ورسېد .

ﺯه هغه ځوان اتل بولم چا چې د ده د وژلو لپاره په مياشتو مياشتو انتظار کړى.  ﺯه هغه ځوان اتل بولم چا چې د سلګونو ميندو او خويندو اوښکې پاکې کړې.  ﺯه هغه ځوان اتل بولم چا چې په خپله اتلولى راﺯق او د راﺯق په څېر هغو قومندانانو ته چې لاسونه يې د بې ګناه افغانانو په وينو سره دي دا ثابته کړه چې د هغو اسلامپالو ځوانانو وينې دومره ارﺯانه نه دي کوم چې د تاسو له خوا په ډېره بې دردى په شهادت رسېدلي .

هغو خلکو ته وايم چې راﺯق او د راﺯق په څېر جابرو او د کفارو تالي څټو ته د اتل لقب کاروي خداى ته وګورى د اتل له سپېڅلي نوم سره جفا مه کوى .

 دا لقب هغه چا ته ورکړى چې لايق يې وي.  دا لقب هغو ځوانانو ته ورکړى چې د اسلامي نظام د نافﺫېدو لپاره يې ځانونه لولپه کړه.  دا لقب هغو خلکو ته ورکړى چې له ﺯندانو يې جسدونه را ووتل خو بيا هم کفر ته تسليم نه شول .

په دې پوه شى چې راﺯق اتل نه بلکې د اوسنى عصر يو ستر خاين وه .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close