اتمر: ناټو دې له ۲۰۱۶ز وروسته هم له افغان دولت سره پاتې شي

اتمر: ناټو دې له ۲۰۱۶ز وروسته هم له افغان دولت سره پاتې شي

کابل تکی کام ۱۳۹۴عقرب ۳۵

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر وايي، د افغانستان د دولت هيئت له ناټو غوښتي دي، چې د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

اتمر چې اوسمهال په بروکسل کې دی، د ناټو له عمومي مشر او ټولو چارواکو سره يې په خبرو کې دغه غوښتنه کړې ده.

هغه زياته کړه، له ناټو مو وغوښتل چې ۲۰۱۶ز وروسته هم د دولت تر څنګه پاتې شي.

اتمر ويلي، سره له دې چې افغان ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې وس لري، خو دا چې په وروستيو کې د مخالفينو فعاليتونو زور اخستی، دوی دا غوښتنه کوي.

د هغه په وينا له ترهګرۍ سره مبارزه او د دې پديدې پر ضد بريا اوږدمهالې مبارزې ته اړتيا لري.

د افغانستان د دولت چارواکو په دې وروستيو کې ځکه دې ډول غوښتنه ته زور ورکړی دی، چې ناټو غواړي کرار کرار خپلې مرستې ودروي، چې دغه کار بيا افغان حکومت په وېره کې اچولی دی، بل لور ته پر افغانستان د امريکا د جګړې له پيل راهيسې د حکومت وسله وال مخالفين هيڅکله دومره پر مخ نه دي تللي، لکه اوس چې دي، ځکه نو افغان حکومت وېره لري، چې که د ناټو مرستې پرې بندې شي، دوی ته به ستر ګواښ ودرېږي.

هېره دې نه وي، چې حنيف اتمر تېره اونۍ هند ته هم د نظامي مرستو د ترلاسه کولو لپاره تللی و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close