اتمر ولې د ټولو سیاستوالو د خوښې وړ څېره ده؟/ خالد روان

خالد روان

محمد حنیف اتمر د لغمان ولایت اوسېدونکی دی. د کرزي د واکمنۍ پر مهال پر درېیو مهمو وزارتونو پاتې شو. له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۶ز کلونو ترمنځ د کلیو پراختیا او بیا رغونې چارو وزیر و، چې د ده په وخت کې د ملي پیوستون په نامه طرحه جوړه شوه او په ټول افغانستان کې پلې شوه. د دغه وزارت څخه د گوښه کېدو وروسته د پوهنې وزارت وزیر شو، چې له ۲۰۰۶ نه تر ۲۰۰۸ز کلونو ترمنځ یې په دغه وزارت کې هم مهم کارونه وکړل او د پښتنو زده کوونکو ټولگي یې له نورو جلا کړل او پښتنو ته یې په خپله مورنۍ ژبه د زده کړې حق ورکړ. د پوهنې وزارت وروسته د کورنیو چارو د مهم وزارت چارې وروسپارل شوې. له ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۰ز کلونو ترمنځ د کورنیو چارو وزیر و.

محمد حنیف اتمر پخوانی پرچمي دی. اتمر نه یوازې د روسیې، بلکې د برېتانیې د استخباراتي له ادارې«MI6 » سره نږدې اړیکې لري. د کرزي د واکمنۍ په پاتې شویو مهمو خلکو کې یوازې اتمر و، چې غني پرې باور وکړ او څلور کاله یې د ملي امنیت د شورا مشارو و. اتمر اوس هم خپل حکومت درلود او په ځینو چارو کې خو یې له غني سره هېڅ مشوره هم نه کوله.

د ملي امنیت شورا په څلور کلنه دوره کې اتمر سخت ناکام و. د ده په وخت کې کندوز دوه ځلې سقوط شو، فراه سقوط ته نږدې شوه او پر غزني یوه اوونۍ جگړه روانه وه. اتمر په خپل استعفاء لیک هم ویلي، چې له اشرف غني سره یې په ځینو موضوعاتو اختلافات لرل، چې په تېرو کلونو کې یې حل نه شوای کړی؛ نو ځکه یې استعفا ورکړه. خو اصلي موضوع دا نه ده، ځکه اتمر له غني ډېر لوبېدلی سیاستوال دی او د پرې تر شا به نورې خبرې هم وي، چې نوموړی یې استعفا کولو ته اړ کړی دی.

ټاکل شوې چې د راتلونکې سپتمبر میاشتې په څلورمه نېټه په مسکو کې د افغان سولې اړوند نړیواله ناسته راوبلل شي. اتمر د مسکو له ناستې سره جوړ و؛ خو دا چې امریکا یې مخالفت وکړ؛ نو اشرف غني هم د مسکو له ناستې په شا شو. پر دې سربېره تېره اوونۍ اتمر په کابل کې د روسیې له سفیر سره لیدلي وو، چې د امریکايي ځواکونو غوصه یې راپارولې وه. امریکا، چین، روسیه او برېتانیه د بېلابېلو موضوعاتو له امله دُښمن هېوادونه دي او د امریکا په موجودیت کې افغان سیاستوال روسیې ته نږدې کېدل د امریکا د ناراضایتي گرځي.

په فاریاب کې د امریکا او اتمر پروژه «داعش» هغه وخت نوره هم ښکاره شوه، چې امریکايي الوتکو داعشیان پورته کړل او د زندان پر ځای یې نامعلوم لوري ته یوړل. د امریکا پر وړاندې حساسیتونه نور هم ډېر شول او د سیمې ټول هېوادونه پرې خبر شول، نو امریکا ځکه پر غني فشار راوړ، چې اتمر استعفا کولو ته مجبوره کړي.

اتمر په تېرو کلونو کې څه وکړل؟

د اتمر له ټاکل کېدو وروسته سمدلاسه یې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، چې دی او د غني ټول حکومت پرې پښېمانه دی. خو دا چې امریکا اوس هم پراخ حضور لري؛ نو دوی د غږ اوچتولو جرئت نه لري او پټه خوله پرې پاتې شوي.

اتمر په تېرو څلورو کلونو کې ۱۲۰ فېسبوکیان یوازې دې ته گمارلي وو، چې د حکومت په گټه او د طالبانو پرضد منفي تبلیغات وکړي. دغو ۱۲۰ کسانو ته د میاشتنۍ حق الزحمې سربېره یې کمپیوټر، موبایل او انټرنېټ اسانتیاوې هم برابرې کړې وې. حکومت پلوه لیکوالو کله ـ کله اشرف غني هم نقداوه؛ خو د اتمر نوم یې نه یاداوه. ځکه اتمر پرې پېرزوینه کړې وه او په خپل کور کې یې معاش ورکاوه. اتمر د غني په کیسه کې هم نه و؛ خو دا چې دی ځان د افغانستان راتلونکی ولسمشر گڼي؛ نو په خپله گټه یې ډېر تبلیغات کول.

اتمر په یوه وخت کې دوه هندواڼې په یوه لاس کې نیولې وې؛ خو دوه هندواڼې په یو لاس کې نه نیول کېږي؛ نو اتمر د امریکا، روسیې او برېتانیې د سیاستونو قرباني شو او اوسمهال یې اشرف غني په تش ډگر پرېښود.

دا چې طالبان او امریکا سره مخامخ خبرې کوي؛ نو د افغان دولت حیثیت له صفر سره ضرب شوی؛ ځکه د امریکا په لاس جوړ شوی حکومت ځان خپلواگ گڼي او د مسکو په ناسته کې د نه گډون یو علت د دغه ناستې مشري د روسیې ښيي. افغان حکومت د امریکايي گټو لپاره د روسیې، چین، هندوستان او ایران اعتبار له لاسه ورکړی او که چېرته طالبان او امریکا یوې هوکړې ته ورسېږي؛ نو دوی به په تش میدان پاتې وي.

که حکومت همداسې په لړزېدلو گامونو روان وي؛ نو طالبان به هم له دې موکې پوره گټه پورته کړي او په خپلو بریدونو ته به زور ورکړي، چې اشرف غني به یوازې د خپلو امنیتي چارواکو استعفاوې مني او بدیل به یې ورسره نه وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close