اته سفيران او د بهرنيو چارو وزارت شپاړلس کارکوونکي له دندو ګوښه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۸)

د راپورونو له مخې، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په غوښتنه اود ولسمشر غني په امر اته سفيران او ياد وزارت شپاړلس کارکوونکي له دندو ګوښه شوي دي.

په ګوښه کړای شويو سفيرانو کې په هسپانيا کې مسعود خليلي، په جرمني کې علي احمد جلالي، په روسيه کې عبدالقيوم کوچی، په قطر کې فيض الله کاکړ، په يونان کې عمر صمد، په کويټ کې منګل حسين، په ترکيه کې عبدالرحيم سيد، په ايران کې نثار احمد نور شامل دي.

سربيره پر يادو ګوښه کړای شويو سفيرانو په پيښور کې افغان جنرال کونسل او د دغه وزارت شپاړلس نور کارکوونکي هم تقاعد او له دندو ليري کړای شوي دي.

طلوع نيوز په يوه راپور کې ويلي، چې دغه کار د بهرنيو چارو وزارت د هغه وړانديز پر اساس شوی چې درې ورځې مخکې ولسمشر ته شوی و او د هغه له لوري منظور شوی دی.

د سرچينې په وينا، غني په کورنيو چارو وزارت کې د نهه څلوېښت نورو کارکوونکو چې په ديپلوماتيکو مقامونو کارک کوي له دندو د ګوښه کولو امر کړی زياتوي چې يادو کارمندانو ته دوه اوونۍ وخت ورکړل شوی و چې خپل ليسانس اسناد بهرنيو چارو وزارت ته وسپاري خو هغوی خپل اسناد نه دي سپارلي.

همدارنګه د بهرنيو چارو وزارت شپاړلس کارمندان چې په یاد وزارت کې يې دندې لرلې د عمر د زیاتوالي له کبله تقاعد شوي دي.

تر دې وړاندې هم داسې راپورونه ورکول شوي چې په بهرنيو چارو وزارت کې ډيری داسې کسان په لوړو دندو ګمارل شوي چې ليسانس اسناد نه لري خو د شناخت او ګوندي اړيکو له مخې دندې ورکړل شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close