اجرائيه رئيس: د ملي يووالي حکومت د سقوط هڅې کېږي

کابل ټکی کام قدرت الله حسین

اجرائيه رئيس عبد الله عبد الله ويلي دي، چې ځينې سياسي کړۍ هڅې کوي، چې د ملي يووالي حکومت له منځه يوسي.

نوموړي ويلي دي، له هغې لويې جرګې چي اساسي قانون يې وړاندوينه کړې، بله هيڅ جرګه ورته د منلو نه ده.

عبد الله دغه خبرې تېره ورځ د مدني ټولنو له استازو سره په خبرو کې کړې دي.

هغه زياته کړه، ځينې سياسي کړۍ چې پخوا سياسي چارواکي وو، غواړي د ملي يووالي حکومت ړنګ کړي.

عبد الله په دقيق ډول دغه خلک ياد نه کړل خو ويې ويل: «زه تاسو ته دا په ثبوت سره وايم، چې پرته له هغو چې غواړي جګړه وکړي او حکومت ړنګ کړي، په سياسي چارواکو کې هم داسې خلک شته، چې د دې حکومت د ړنګولو هڅې کوي».

سره له دې چې د هېواد هيڅ ګوټ همدا اوس له ناامنيو نه دی خالي، خو ډاکټر عبد الله عبد الله ويلي دي، چې د دې حکومت د له منځه تلو يوازينی بديل به په هېواد کې مطلقه نا ارامي وي.

ډاکتر عبدالله دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې یو د شمېر پخوانیو جهادي څېرو د دې غوښتنې چې لویه جرګه دې راوبلل شي، وروسته د مشرانو جرګې ځینو غړو هم د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه وکړه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close