اجرائيه رياست د اختلافاتو زيږنده که ټول حکومت ؟

دوه اونۍ دمخه چې جنرال دوستم له حکومته خواشينی شو په حکومت ېې ټکونه وکړل چې پوځي جنرالان یې پر طالبانو په پيسو پوستې پلوري او هم په خپلو کې سره همغږي نه لري ځکه خو وخت په وخت په ولاياتو کې عسکر طالبانو ته تسليمږي .

دجنرال دوستم ترڅنګ يوشمير سياستوالو هم په موجوده اداره او په ځانګړې توګه په اجرائيه رياست نيوکې وکړي ویې ويل  اجرائيه رياست په حکومت کې داختلافاتو زيږنده ده او په حکومتولۍ کې د دوه کالو په تيريدوسره هيڅ ډول پرمختګ نه دى شوى.

دنورو سياستوالو ترڅنګ دافغانستان دنوې جبهې په نامه مشر انوارالحق احدي وايي په حکومت کې نورې ستونزې هم شته خو اجرائيه رياست داختلافاتو زيږنده ده چې ورځ په ورځ حکومت کمزورى کوي .

احدي تيره ورځ په کابل کې يوې مطبوعاتي غونډې ته وويل په موجوده حکومت کې چې اجرائيه رياست موجود وي هيڅ وخت به دحکومت چارې په ښه توګه سرته ونه رسيږي ځکه دا په حکومت کې يو اضافي، پر اولس  ورتپل شوې پوست دې او دحکومتولې په زياتو کارونوکې اجرائيه رياست خنډ واقع شوی دى.

دوېمه داچې په حکومت کې دلومړي مرستيال جنرال دوستم رول کمزورې دی او ورځ په ورځ په نظامي برخه کې دجنرال دوستم په خفګان کمزورتياراځې ټول  علت ېې داجرائيه رياست پوست دی چې د  جنرال دوستم دمرور تيا ترڅنګ ېې له حکومته  ډير کدورونه  خپلو دندو پريښودو ته اړ کړي دي.

احدي خو به يواځې داجرائيه رياست جوړيدل داساسي قانون خلاف عمل بولي چې د اختلافاتو زيږنده ده په اصل کې داټول حکومت داساسي قانون خلاف پرافغان ولس ورتپل شوی حکومت دى او يواځې اجرائيه رياست نه بلکه ټول حکومت داختلافاتو زيږنده ده.

په اصل کې دحکوم جوړښت د  ولس درايو په درناوي سره نه دى شوى که  د اجرائيه رياست  ا وجنرال دوستم ترمنځ اختلافات زيات شول بيابه حکومت په درې پښو ولاړ او هره لحظه به ېې دړنګيدو خطر موجود وي.

ډاکټر عبدالله او اشرف غني خو په دې ټينګار کوي چې دخپل حکومت دوره به پوره کوي خو په داخل دحکومت کې  اختلافات دې حد ته رسيدلي دي چې ګمان نه کيږي داحکومت خپله موده پوره کاندي .

دموجوده حکومت د واکمنو ويره همداده چې که لويه جرګه راوغوښتل شوه امکان لري بيا انتخاباتو ته لاره هواره کړل شي او دبيا انتخاباتو څخه عبدالله او اشرف غني دواړه ويره لري ټول دنظر خاوندان په دې باوردي چې  په دويم ځل انتخاباتو کې په هيڅ صورت سره بيا دا دواړه ډاکټران نه شي کاميابيداې.

دڅو مياشتو راپدېخوا په حکومت کې داحمدضياء مسعود، جنرال دوستم، عبدالله ، اشرف غني اوپوځي مشرانو اختلافات اوج ته رسيدلي چې نور امکان نه لري  داختلافاتو په دوام دا حکومت دژونداوپايښت ساه واخلي.

دوستم تيره ورځ په يوه وينا کې چې خپلو پلويان ته ېې کوله  ډاکټرعبدالله او اشرف غني دواړه ېې په قوم پالنه تورن کړل ویې ويل که حالات همداسې دوام وکړي موږ مجبوريو، يوه لاره خپله کړو د دوستم لار هغه ده چې دنجيب حکومت ېې په خپل بغاوت سره نسکورکړ.

د دوستم او يوشمير نورو په حکومت کې دخيلو کړيو نيوکې په داسې حال کې کيږي چې د کندز په مسئله دحکومت په منځ کې يوڅه شته ستونزي نورې هم په زياتيدوشوي او دکندز په چارواکو بيا دبې باورۍ فضارامنځ ته شوه چې حکومت غواړي دکندزپه حالاتو دخاورو اړولو په نامه يوه پلاوي دتيرکال په څيرکندز  ته وليږي او داعتراض کوونکو نيوکې راکمې کړي .

موجوده حالاتو ته چې په ژور نظر وکتل شي يواځې اجرائيه رياست نه بلکه ټول حکومت داختلافاتو زيږنده ده .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close