اجرائیه رئيس د جنرال غوري د فاتحې مراسمو لپاره هرات ته تللی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۲) زرغون خوږیاڼی

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ځینو نورو قومندانانو په ملتیا د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان جنرال غوري د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره هرات ولایت ته تللی.

د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، ټاکل شوې ده چې ډاکټر عبدالله عبدالله د جنرال غوري د فاتحې په مراسمو کې له ګدون وروسته له هغو ټپي شویو چارواکو سره وګوري چې د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا په ویشتل شوې چورلکه کې ټپي شوي وه.

تیره ورځ د جنرال غوري د جنازې مراسمو لپاره ولسمشر اشرف غني هم هرات ولایت ته ورغلی و او دغلته یې د جنازې ګډون والو ته خپله وینا اورولې وه.

اشرف غني په خپله وینا کې ویلي وو، چې “ټلویزیونونه یوې خواته پرېږدئ، پرېږدئ له هغوی باد ووځي، له تاسو بمونه وځي.”

د ولسمشر اشرف غني دغه وینا د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) د رسنیو کارکوونکو او د بیان ازادۍ ته سپکاوی بللی و، او له ولسمشر څخه یې غوښتي وو، چې د هیواد له رسنیو بښنه وغواړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close