اجرائیه رياست: ويشل شوې برېښنايي تذکرې د اعتبار وړ نه دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۶)

د ملي يووالي حکومت اجرائيه رياست وايي، ويشل شوې برېښنايي تذکرې د اعتبار وړ نه دي او د دغه تذکرو د ويش لړۍ دې ودرول شوي.

د اجرائيه رياست د وياند مرستيال اميد ميثم وايي، که د برېښنايي تذکرو د ويش په اړه اجماع رامنځته نه شي تر هغې به د دغه تذکرو د ويش پروسه ناکامه وي.

اميد ميثم وويل، چې سياسي جريانونو، پارلمان او مدني ټولنو ته برېښنايي تذکرې اعتبار نه لري او دا بهير بايد ودرول شي په خبره يې ” تر هغه چې سیاسي او ملي اجماع رامنځته نشي، دا پروسه به بریالۍ نه وې.”

په عين حال کې د نفوسو د احوال د ثبت ادارې وياند روح الله احمدزی وايي، تر دې دمه یولک او پنځوس زره فورمې ويشل شوي او د برېښنايي تذکرو د ويش لړۍ په تيزۍ سره روانه ده خو زياتوي چې لا هم د يادې پروسې پر وړاندې ننګونې شته.

احمدزی زياتوي، برېښنايي تذکرې د اعتبار وړی دي او هرې دولتي او غير دولتي ادارې که د يادې پروسې مخالفت وکړ له جدي چلند سره به مخ شي.

د یادې ادارې چارواکي وايي، په پام کې ده چې تر راتلونکو درې تر پنځو کلونو د افغانستان ټولو وګړو ته برېښنايي تذکرې وويشي.

له تېرې ډيرې مودې راهيسې د ارګ، اجرائيه رياست او يو شمير سياسي حرکتونو تر منځ د برېښنايي تذکرو د ويش پر سرلانجې روانې دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close