اجرایه رئیس:طالبان کولی شي له دولت سره تر یوځای کیدو وروسته هیواد ته د اسلامي امارت نوم ورکړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۸ فرید افغان)

احرایه رئیس ډاکټر عبدالله نن د عبدالعلي مزاري د یاد لمانځې په مراسمو کې د جمهور رئیس غني له خوا طالبانو ته د سولې اړوند په وړاندیز شک او خوشبیني یوځای څرګنده کړه.
عبدالله وویل؛ طالبانو ته د وړاندیز شویو امتیازاتو ښه وضاحت ته اړتیا ده او لا هم دا وړاندیزونه مبهمه بڼه لري.
نوموړي وویل؛ موږ سولې ته تر بل هر وخت زیات لیواله یو خو وړاندیزونه دې لږ روښانه شي.
عبدالله وویل ؛ له بهرنیانو مو هیله داده چې د افغان ځواکونو تر روزولو وروسته خپلو هیوادونو ته ور وګرځي.
اجرایه رئیس زیاته کړه؛ که طالبان وسلې پرځمکه کیږدي د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم د افغانستان اسلامي امارت ته اړولی شي.
باید وویل شي چې طالبانو لا هم د ګډحکومت چارواکو ته مثبت یامنفي ځواب نه دی ورکړی .
د شنونکو په باور طالبان پوهیږي؛ چې د ګډحکومت له لوپوړیو چارواکو تر ټیټې کچې د مامورینو واک او ځواک د بهرنیانو په لاس کې ده او د جګړې او سولې اصلي لوری هم بهرنیان بولي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close