اجرایه رئیس: وسلوال مخالفین دې خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي او د سولې له بهیر سره دې یوځای شي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۷ فرید افغان)

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله نن د مارچ د اتمې په مناسبت د ښځو یوې غونډې ته په وینا کې وویل؛ موږ تل له وسلوالو غوښتي چې د سولې له بهیر سره دې له کوم قید او شرط پرته یوځای شي.

عبدالله وویل؛ طالبانو ته مو لوی امتیاز په پام کې نیولی چې هغه هم د یو سیاسي ګوند په توګه د دې ډلې په رسمیت پیژندل دي.
عبدالله زیاته کړه؛ طالبان باید خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي او له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.
تر دې وړاندې ولسمشر غني هم طالبانو ته ځینې امتیازات منلي و چې باید له مخې یې دا ډله له حکومت سره یوځای شي.
طالبان چې خپل مقابل لوری امریکایان بولي تر اوسه د ګډحکومت غوښتنو ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.
طالبان وایي؛ چې د جګړې اصلي واکمن لوری امریکایان دي او د ګډحکومت بنسټیز جوړښت هم هغوی ترسره کړی چې په خبره یې دا حکومت نه دسولې او نه هم د طالبانو د لوی شرط چې د بهرنیانو ایستل دي، وړتیا نه لري.
سیاسي شنونکي وایي؛ طالبانو له لومړي سره د افغان پوځیانو پرضد جګړه نه ده پیل کړې او اوس هم که هغوی د طالبانو پرضد جګړې ودروي، هدف به ونه ګرځول شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close