اجرایه ریاست: امریکایانو ته سخته اړتیا لرو او په دې هکله د کانګرس دریځ ستایو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه۱۳)

د ملي یووالي د حکومت اجرایه ریاست د امریکا د سنا جرګې هغه پریکړه ستایلې چې ویلي یې وو، د دې وخت نه دی چې امریکا له افغانستان څخه سرتیري وباسي.

د اجرایه ریاست ویاند امید میثم ویلي، په افغانستان کې د بهرنیانو شتون ته زیاته اړتیا ده او باید د هغوی د ایستلو پریکړه هیڅ مشر هم ونه کړي.

د امریکا د سنا جرګې د تیرې پنجشنبې په ورځ له افغانستان او سوریې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره مخالفت څرګند کړ او په دې اړه یې یوه لایحه هم تصویب کړه

باید وویل شي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ بیا د امریکا سنا جرګې له لوري د دغې لایحې له تصویبولو وروسته په خپل ټویټر لیکلي چې له طالبانو سره تر هوکړې وروسته مونږ هلته باید پاته نشو او خپل عسکر له دغه هیواد څخه وباسو.

باید وویل شي چې حکومت د بهرنیانو د وتلو موضوع او په دې هکله له طالبانو سره د امریکایي مرکچيانو مذاکراتو سخت وارخطا کړی او د هیواد ولسمشر په یوه بې مخینې اقدام کې امریکایي ولسمشر ټرمپ ته یو لیک لیږلی او د ځواکونو د نه ایستبو غوښتنه یې ترې کړې

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close