اجرایه ریاست هم پر ملکي مرګ ژوبلې خپله چوپتیا ماته کړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۴)

په داسې حال کې چې د هیواد په ګڼو ولایاتو کې په همهاله توګه پر ولسي خلکو شپنۍ چاپې او بمبارونه روان دي او حکومت یې پر وړاندې له څه ویلو ډډه کوي؛ تازه د اجرایه ریاست لومړي مرستیال پر ملکي وګړو د دې لویې فاجعې پر خلاف خپله چوپتیا ماته کړې او د ولسي خلکو په نښه کول یې جنایت او نه بښونکی عمل بللی دی .

د اجرایه ریاست لومړیي مرستیال او د حزب اسلامي د ارغندیوال ډلې غړی انجینیر محمدخان ویلي،حکومت به د هغو کسانو پر وړاندې ګام پورته کړي څوک چې ولسي خلک د خپلو بریدونو هدف ګرځوي.
نوموړي د ملکیانو مرګ ژوبله له ټولو مذهبي او بشري  قوانینو سرغړونه بللې او ټینګار یې کړی چې باید ټول اړخونه د ملکیانو سر اومال ته پام وکړي.

محمدخان ویلي، که څه هم افغان امنیتي ځواکونه مکلف ګرځول شوي، څو د ملکی وګړو ژوند وساتي،خو په وینا یې چې ځینو برخو کې لا هم مشکلات شته چې په هکله به یې جدي ګامونه واخیستل شي.
نوموړی داسې مهال دا غبرګون ښیي چې د ولسي خلکو مرګ ژوبله تر ټولو لوړې درجې ته پورته شوې او سږکال زرګونو افغانانو ته د امریکایانو او د هغوی د داخلي ملګرو له خوا د سر او مال درانه زیانونه اوښتي،په داسې حال کې چې د ملي یووالي د حکومت مشر جمهور رئیس غني یې پر وړاندې د څه ویلو جرأت نه دی کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close