اجرایه ریاست: په ټاکنو کې د خلکو کم رنګه ګډون اندیښمنونکی دی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷وری ۲۸)

د ملي یووالي د حکومت اجرایه مشر داکتر عبدالله نن په ټاکنو کې د خلکو له پڅ ګډون څخه اندیښنه وښوده او په دې تړاو یې د انتخاباتو ټیمونه ملامت وبلل چې د ده په وینا هغوی هم په دې اړه دخلکو عامه پوهاوي ته پام نه دی کړی.

اجرایه رئیس ویلي؛ څلور ورځې تیریږي خو لاهم ټاکنیزو ټیمونو ته د خلکو د ورتګ لړۍ پڅه روانه ده چې د ده په خبره؛ دې کار د راتلونکو ټاکنو مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راوستل شوی دی.
د تاکنو کمیسیون وایي؛ په تیرو دو ورځو کې د افغانستان په کچه یواځې ۱۲ زرو تنو خپل نومونه ثبت کړي.
په ټاکنو کې د ثبت نام لړۍ به تر راتلونکو دو میاشتو روانه وي چې په همدې حساب سره به تر راتلونکو دو میاشتو یواځې ۳۹۰ زرو کسانو خپل نومونه ثبت کړي.
همداراز که د یاد بهیر ۱۰۰% چټکتیا راغله بیا به هم یواځې یو نیم میلیون کسان د دې پروسې ګډونوال وي چې د افغانستان د ۳۰ میلیونه نفوس استازي توب به کوي .

طالبانو هم له خلکو غوښتنه کړی چې په دې جعلي پروسه کې ونډه وانخلي،ځکه د دوی په وینا چې د دې ټاکنو نتایج به هم د تیرو هغو په څیر امریکایان معلوموي.
همداراز ولسونه تیرو ټاکنو ته په کتو سره چې له فساد او لاسوهنې ډکې وې د بیا لپاره په ټاکنو کې ونډې اخیستلو ته زړه نه ښه کوي.

د ټاکنو کمیسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي وایي؛  افغان ولس پر ټاکنو خپل ټول باور له لاسه ورکړی او اوس نه غواړي په یوه تیر ایستونکې پروسه کې ګډون وکړي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close