اجرستان ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ولوېده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۰)

د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ چې تیرمهال یې هم ځینې سیمې د طالبانو لاس ته لویدلې وې، يه بشپړ ډول طالبانو په واک کې واخیسته.

طالبان وایي، پر یاده ولسوالۍ یې تیره شپه د موټر بم تکتیکي چاودنه کړې او بیا یې پر ولسوالۍ یرغل وروړی.

په یاده نښته کې د کمانډویو ځواکونو ۲۵ تنه سرتیري هم طالبانو ژوندي نیولي او د قوماندان “بیدو“ په ګډون یې ۵ تنه نور وژلي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: ”‏د دایکندي اجرستان ولسوالۍچي دروان کال د مئ میاشت کي فتحه شوه ډیری عسکر قتل شول. پاتې عسکر یې ولویې قرارګاه ته وتښتیدل چي دخدای په مرسته نن نوموړې قرارګاه په بشپړ ډول فتحه شوه قومندان بیدو اولسګونه عسکر مړه ژوبل شول او۲۵تنه کمانډوعسکرژوندي ونیول شول ګڼ مهمات اووسلې دمجاهدینولاس ته ورغلې.“

دولتي ځواکونو تر دې مهاله دیادې ولسوالۍ د سقوط په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

اجرستان په دولتي تشکیلاتو کې د غزني اړوند خو طالبان یې د خپلو تشکیلاتو له مخې دایکندي ته منسوبوي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close