احتمال شته  افغان کرکټ لوبډله نړيوال جام ته لاره پيدا کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۰) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پرون د نړيوال جام په غوراوي سياليو کې نيپال ته په شپږو ويکټو ماتې ورکړه.

په پرونۍ لوبه کې، د نيپال كركټ ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۴ منډې وكړې، خو افغانستان وركړل شوى هدف په ۳۹م اور كې د څلورو لوبغاړو په له لاسه وركولو پوره كړ او لوبه يې وګټله.

تر دې مخکې افغان کرکټ ملي لوبډلې سکاټلنډ، زېمبابوی او هانکانګ ته لوبې بايللې وې.

خو په پرونۍ لوبه کې افغان لوبډله بريالۍ شوه څو نيپال مات کړي اوس احتمال شته چې افغان لوبډله د نړيوال جام سياليو ته لاره پيدا کړي.

افغان لوبډله يواځې هغه مهال نړيوال جام ته د وتلو چانس لري چې نيپال په راتلونکې لوبه کې هانکانګ ته ماتې ورکړي.

ټاکل شوې ده، چې سبا د دوشنبې په ورځ د نيپال او هانکانګ تر منځ لوبه ترسره شي.

د نيپال او افغانستان دواړو لوبډلو تر اوسه له درې لوبو يوه يوه لوبه ګټلې او دواړه لوبډلې دوه دوه پواينټونه لري.

که سبانۍ لوبه نيپال وګټي نو افغان لوبډله کولای شي د غوره پواينټونو په لرلو سره دوهم پړاو ته لاړ شي او په نړيوال جام کې د لوبېدو چانس ورته پيدا کېدلی شي.

د ۲۰۱۹م کال د نړيوال جام په غواروي پړاو سياليو کې ټولې لس لوبډلې ګډون لري چې په پايله کې به يې يواځې دوه ګټونکې لوبډلې د نړيوال جام په سياليو کې لوبېدلی شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close