” احقاق الحق ” په ښکلې بڼه له چاپه راووت!

ځانګړی راپور: احسان الله فاتح

 احقاق الحق في دفع عن المذهب الحق، دنامتو عالم ، شيخ الحديث مولوي رحيم الله حقاني صاحب يو ګټور تصنيف دی, چې دپلڅرخي په زندان کې يې په ۱۴۳۳هق ,ديو کال په موده کې ليکلی . نوموړی کتاب په لومړي ځل په ۲۰۱۴زکال کې په ۳جلدونو کې له چاپه راووت چې دديني علماوو لخوا يې تود هرکلی وشو. دويم ځل بيا دنويو زياتوونو سره په ۴جلدونو (۲۲۷۰ مخونو) کې په ۲۰۱۵زکال کې په اعلی کیفیت چاپ شو.

 په احقاق الحق کې د باطلو فرقو پرعقايدو او اختلافي مسايلو رڼا آچول شوې او دحنفي مذهب دحقانيت او اثبات په اړه قانع کوونکي منقولي او منصوصي دلايل ليکل شوي، چې له برکته به يې ډېر ذهنونه روښانه اود مستقيمې لارې پيروان شی.

 هغه وروڼه چې دحق موندنې په خاطر هسه او کوشش کوی ددې کتاب دمطالعې په برکت به يې انشاءالله تنده ماته شی.  د کتاب متن په سوچه افغاني ليکدود،ادبياتو او روانه اسانه پښتو ليکل شوی . يوه دپام وړ ځانګړنه يې دا هم ده چې د پوهنې قوت او دلوستنې تلوسه پکې موجوده ده. په دې دور کې چې دلامذهبيت فتنه اوج ته رسيدلې ، اودمسلمانانو ترمنځ نفاق ، لفظي او فزیکي شخړو لامل کرځيدلې ده ، دا کتاب به ورته دپای ټکی کېږدي؛ فلهذا عام اوخاص ته ددې کتاب لوستلو او په مسايلو دپوهنې سخته اړتيا ده ، بايد وروڼه له دې کتاب څخه ګټه پورته کړي . نوموړی کتاب دپېښور ،اکوړه خټک ،ننګرهار،کابل اود ګردېز په بېلا بېلو کتابخانوکې موندل کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close