احمدشاه زمان زی د ټاکنو کمېسيون د دارالانشاء مشر ټاکل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۸) وروسته له هغې چې د ټاکنو کمېسيون د دارالانشاء رياست لپاره د نوماندانو ليست حکومت ته وسپاره ملي يووالي حکومت احمدشاه زمان زی د ياد کمېسيون د مشر په توګه ټاکلی دی.

د ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې زمان زی د ولسمشر په فرمان د ياد فهرست له مخې ټاکل شوی او مقرري يې د وړتيا پر بنسټ شوې ده.

تر دې مخکې په ياده دنده امام محمد ورمياچ و چې د کمزوري مديريت او اداري فساد له کبله د ولسمشر له لوري ليرې شو او دغه پوسټ د څو مياشتو لپاره خالي و.

د ټاکنو د کمېسيون وياند سيد حفيظ الله هاشمي له خوا په یاده دنده د زمان زي ټاکل کېدل تاييدوي.

څو ورځې مخکې د ټاکنو کمېسون ويلي و چې د دارالانشاء د رئيس په نه شتون کې يې کارونه نیمګړي پاتې دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close