احمدي:«اسلامي امارت د خپلو اصولو په چوکاټ کې له دښمن سره د خپلو اسیرانو د تبادلې په بهیر کې پوره چمتووالی لري»

کابل ټکی کام ۰۴حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د طالبانو ویاند ښاغلی قاري یوسف احمدي مونږ ته یو پیغام را استولی دی، چې د اسیرانو د تبادلې په اړه یې خپل موقف پکې څرګند کړی دی.
پیغام کې راغلي دي، چې دوی د خپلو اصولو په چوکاټ کې له مقابل لوري سره د خپلو اسیرانو د تبادلې په بهیر کې پوره چمتووالی لري.
پیغام لیکلي دي، چې دوی په هره برخه کې ممکنه لارې لټوي، چې یو هم د اسیرانو د تبادلې او خلاصون موضوع ده، دوی په دې لاره کې ځانګړی د بندیانو د تنظیم او د خلاصون د چارو کمیسون لري.
باید ووایو، دغه کمیسون خپله یوه لایحه هم لري، چې د لایحې له مخې یې د تبادلې پر مهال دواړه لوري ښه ډاډمن وي.
پيغام د افغان حکومت هغه ادعا چې د دوی د اسیرو عسکرو او د طالبانو لپاره د فاریاب ولایت پخوانی والي د قاري صلاح الدین تر منځ د تبادلې په اړه یې کړې وه، رد کړې ده.
په پیغام کې ویل شوي دي، چې مقابل لوری د اسیرانو تر منځ تبادلې ته هېڅ ژمن نه دی، او نه هم پرې باور لري.
پیغام وایي:
«…دښمن تر اوسه د اسيرانو تر منځ پر تبادلې هيڅ ډول باور نلري او نه يې کومه هڅه کړې ده، د مثال په ډول په فاریاب ولایت کې چې د تیر ۱۳۹۴ هـق کال د قوس په ۳ نیټه د چورلکې د سقوط په پيښه کې د کابل ادارې کوم کسان د اسلامي امارت له مجاهدینو سره اسیران شول، اسلامي امارت یې د سیمې د سپین ږیرو او مخورو په توسط تبادلې ته امادګي وښوده؛ خو مقابل لوری په دې اړه ځکه امادګي نه ښیې چې یاخو اختیار نلري او یا هم د خپلو اړونده کسانو ژوند او خلاصون ورته اهمیت نلري.»
ښاغلي احمدي په رالېږلي پیغام کې ویلي دي، چې د دوی مسئولینو له نړیوالو بې پرې ادارو سره د تبادلې په اړه مقدماتي او توضیحي خبرې هم کړي دي، او د تبادلې په بهیر کې یې د خپل چمتووالي په اړه خبر ور کړی دی.
قاري صاحب په پای کې ویلي دي:
«دا دی د دغې اعلاميې له لارې يو ځل بيا غواړو ښکاره کړو چې اسلامي امارت د خپلو اصولو په چوکاټ کې له دښمن سره د خپلو اسيرانو پر تبادله باور لري او د دغه بهير د پيلولو لپاره بشپړ چمتووالي لري. والســــــــــــلام»
د یادولو ده، چې د ۲۰۱۴میلادي کال د مۍ په ۵مه نېټه د شنبې پر ورځ هم طالبانو د یوه امریکایي جنرال بو برګډال په مقابل کې خپل ۵ تنه بندیان ازاد کړل.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close