احمدي: د اروزګان د والي ویاند مو له نیولو سره سم د ورسره زنانه و، په سفارش خوشې کړ

 

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایی چې د اروزګان کندهار پر لویه لاره د نیول شويو ۱۹ پولیسو له ډلې یې ۵ تنه تیره ورځ خوشې کړي او نور لا هم ورسره دي.
طالبانو ویلي چې دا کسان یې د دقیقو استخباراتي معلوماتو په اساس نیولي وو.
دولتي چارواکو هغه مهال ویلي و، چې په نیول شویو کسانو کې ولسي وګړي هم و، خو طالبانو بیا واضحه کړې وه، چې د اروزګان د والي د ویاند په ګډون ټول نظامي کسان وو.
که څه هم ځینو خبریالانو د اروزګان د والي د ویاند دوست محمد نایاب  نیول رد کړي و، خو احمدي بیا د دې پیښې په تړاو ویلي چې نایاب یې د ورسره ښځو په سفارش خوشی کړی “ باید یادونه وکړو چي هغه ورځ نایاب هم په موټرکي دورسره زنانو په شفاعت اوټینګار چي ورباندي ژړل یې هغه وخت لادهغوی په پړوني کي مجاهدینو ورخوشی کړ“

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close