احمد ولي مسعود: ګډ حکومت خپله په ستونزه بدل شوی، باید لویه جرګه راوبلل شي او دا نظام بدلون وکړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲۲) الماس خدرخېل

د احمد شاه مسعود د بنیاد مشر احمد ولي مسعود، چې په زابل کې د ملکي وګړو د وژنې د لومړي تلین نمانځغونډې ته یې خبرې کولې وویل، چې د ملي یووالي حکومت نور خپله په ستونزه بدل شوی او باید د اساسي قانون لویې جرګې په رابللو سره د نظام د بدلون پرېکړه وشي.
نوموړي له دې وړاندې هم په حکومتي چارواکو نيوکې کړې وې او ويلي يې و، چې د حکومت مشرانو د سیاسي هوکړې د مودې له ختمېدو سره سم د ملت د غولولو لپاره نمایشي کارونه پیل کړي او یوه نامشروع حکومت ته دوام ورکوي.
په ورته مهال د تبسم غورځنګ غړي وایي، د حکومتي مسوولینو ترمنځ د واک پر سر وروستیو ناندریو په هېواد کې قومي او ژبني حساسیتونه راپورته کړي او په لوی لاس هېواد د بحران په لوري بیایي.
د ولسي جرګې غړي لطیف پدرام او غلام حسین ناصري بيا وایي، اوسنی حکومت د خلکو استازیتوب نه کوي او په وینا یې پخواني مجاهدین هم د خپلو شخصي ګټو له امله د خلکو د غږ پورته کولو جرات نشي کولی.
د نوموړي مدني حرکت غړي احمد بهزاد وويل، چې حکومت په پلان کې لري، چې يو شمېر خوندي سيمو ته جګړه وغزوي د هغه په وينا د حکومتي چارواکو د برمته نيونو په پېښو چوپتيا يې د پوښتنې وړ ده.
شنونکي په دې باور دي، چې د دغو ستونزو د پراخېدو تر ټولو لوی لامل د حکومت په داخل کې خپلمنځي ستونزې او مشکلات په ګوته کوي، چې له کبله یې په ګډ حکومت د خلکو د بې باورۍ په کچه کې زیاتوالی راغلی دی

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close