اختر کې د شهـداؤ کورنۍ له ياده مه باسئ!

ليکنه: بدرى محصل

افغانستان د نړۍ له هغو هيوادونو شمېرل کېږي چې جګړه پکې زياته ده، چېرته چې جګړه وي هلته به حتمي مرګونه هم زيات وي.

زمونږ د هيواد په اکثره کورونو کې يتيمان شته، بې پلاره دي، پلار يې د اسلام او وطن د دفاع لپاره خپل ځان په اور وسوځاوو، هغه نه غوښتل چې په ګران افغانستان کې بهرني پوځونه د اشغالګرو په توګه پاتې شي، ضمير يې ويښ وو، دى پوهېدی چې زما خاتمه به په مرګ (شهادت) سره وي له خپل خوږ ژوند نه تېر شو، اولادونه يې مونږ ته پرېښودل.

په دغه هر څه کې د الله تعالى خپل حکمت دي، په دغو يتيمانو باندې اوس مونږ ازمايي، چې زما بنده زما په بنده څومره شفقت او رحم کوي، دغه دنيا دوه ورځې زندګي ده، بايد چې ښه په اخلاص د دغو يتيمانو پالنه وکړو.

د يتيم په اړه قرآن کريم کې الله تعالى فرمايي:

﴿ فَأَمَّا الْيَتِيمَ فَلَا تَقْهَرْ ﴾ [الضحی: ۹]. يعنې یتیم ته غوسه مه کوه.

دغه مبارک ارشاد ته په کتلو سره مونږ او تاسو ډېر زيات مکلف يو چې د دوى خدمت وکړو.

اختر هم راغلی، خوشحالي ده، دري ورځنی اوربند هم دی، يعنې دوه خوشحاليانې دي، مونږ ته په کار ده چې دغه يتيمان هم په خپلو خوښيو کې راسره شريک کړو، دوى بايد داسې وساتو چې د ځوانيمرګ پلار مرګ يې بيخي ياد ته رانه شي.

اختر خو به هغه اختر وو چې زمونږ په وطن کې بهرنيان نه وای، زمونږ په وطن کې جګړه نه واى، زمونږ په وطن کې امن واى.

ځنې ملګري مو شهيدان شول، ځنې بيا له وطنه لرې د مهاجرت شپې او ورځې تېروي، ځنې ملګري مو پردي ملکونو ته په لاره مړه شول او ځنې بيا پردي وطنونه ابادوي، مسافر دي.

دغه ټول د جګړى له وجې، دغه جګړه له مونږ هرڅه اخلي، بايد چې د دغې جګړې مخه ونيول شي، جګړه به هلته ودرېږي چې اشغالګر ځواکونه زمونږ له هيواده ورک شي. ترڅو چې دغه خبيث عناصر زمونږ په هيواد کې وي جګړه به نوره هم اوږده شي او د شهــداؤ او يتيمانو شمېر به ورځ تر بلې مخ په زياتېدو وي.

په اخير کې مې له ټولو دا غوښتنه ده چې د خپلې وسې په اندازه مرسته ضرور ورسره وکړئ.

الله تعالى دې زمونږ په وطن کې امن او سوکالي راولي.

الله تعالى دې د دغو مبارکو شپو له وجې زمونږ په کړېدلي او زورېدلي ولس خپل لطف وکړي.

الله تعالى دې د شهــداؤ شهادتونه قبول وکرځوي.

الله تعالى دي د شهـداؤ په برکت زمونک کړي ګناهونه راوبخښي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close