اخر به څه کیږي؟؟

فاتح کاروان ــــــ

د افغانانو روان حالت ته چې سړی وګوري که لږ هم احساس و لري دا به یې زړه ته راځي چې، که همدا ډیموکراسي وي نو اخر به له دې خلکو سره څه کیږي؟ او دا پوښتنه هم تر ډیره حده هغه خلکو نه کیږي، کوم چې لا تر اوسه د اشرف غني د دوه سري رژیم سره یا کار کوي او یا ترې ملاتړ؛ له یوې خوا وچکالي ده چې دا دوه نیمي لسیزي یې افغانان له سترو ننګونو سره مخ کړي دي او تر ټولو مهمه او بده اغیزه ي‌ې داده چې مرضونه زیات شول، خوراکي توکي کم شول، حیواني محصولات تر ټولو ټيټي کچې ته رسیدلي او له بله طرفه د سون او خوراکي توکو بیې له اسمان سره خبرې کوي!!

سړی حیران شي چې په اصطلاح دویم نړیوال مفکر لا تر اوسه هیڅ داسې کوم کار نه دی تر سره کړی چې د افغان ولس اساسي ستونزی پرې راکمې یا حل شي؛ نو له داسې یوه انسان نه وړاندې هم د خیر کول هوښیارتیا ده؟!

ولس باید ځانته خپله تګلاره او خپل برخلیک په خپله انتخاب کړي که د اشرف غني په تمه پاتې شي حالت به یې تر اوسني هغې ډیر خراب او کمزوری شي، زه دا خبره په څو دلایلو کوم:

۱: دا چې افغانستان د امریکا یوه مستعمره ده، اشرف غني او ډاکټر عبدالله سمبولیک مشران دي هیڅ واک او صلاحیت نه لري یا که لږ واک لري هغه هم د بهرنیانو د خوښۍ او رضایت د ترلاسه کولو لپاره استعمالوي.

۲: د کابل رژیم قضايي او نظامي ارګانونه او تر څنګ یې د اپوزیسیون غړي له یوې مخې د بهرنیو هیوادونو جاسوسان او تابعیت لرونکي دي، دوی یواځې هغه ډول چارې مخته وړي چې باداران یې ورته وایي او په دې ډول لاسته راغلې پیسې هم بیرته خپلو کورنیو ته چې، په خارج کې میشتې دي، لیږي.

۳: دا روانه جګړه د صلیب او هلال، کفر او اسلام جګړه ده، نو فلهذا دغه جګړه کې د امریکایانو ترڅنګ ولاړ جنګیالي که هغه شخصي وسلوالې ډلی دي او که د افغانستان اردو او پولیس دي، هیڅکله د افغانانو او افغانستان لپاره نه جنګیږي بلکې دوی کرایه شوي دي او د لږو امتیازاتو په بدل کې امریکایي اهداف ساتي او په دې توګه په یوې پردۍ جګړه کې د پیسو لپاره ځانونه قربانوي.

۴: د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو ویلای شو چې د کابل ادارې روانه پالیسي هیڅکله د افغان ولس درد نه شي کولای، ټولې مهمې او کلیدي چارې هغه خلکو ته سپارل شوي چې یواځې په جاسوسۍ او خدمت کولو کې وړتیا لري هغه هم بهرنیو هیوادونو او شبکو ته.

۵: د افغانستان اوسني اقتصادي او نور ټولنیز مشکلات د هغه پالیسۍ محصول دی چې غرب د افغانستان لپاره جوړه کړی او د کابل ادارې په توسط یې پلي کړیده، په داسې حالت کې چې افغانستان یې د خپلو دښمنانو پر وړاندې بیخي له فعالیت او عکس العمل ښودلو نه غورځولی، دې برخه کې هم تر هغه وخته بدلون نه راځي، څو چې ولس په خپله راپورته نه شي.

همدا شان ګڼ شمیر نور دلایل شته چې د افغانستان راتلونکې یې د لوی ګواښ سره مخ کړی دی، د واک په ګدۍ ناست سمبولیک مشران یواځې د خولې باټې ولي نور نو په حقیقت کې د افغان ولس د ټولو ستونزو اصلي عاملین همدوی دي چې د اسلام او افغانستان پر وړاندې د پیل شوی نړیوالې جګړې ملاتړ کوي، د بهرنیانو په بمبارونو او چاپو کې د خپل ولس د وژل کیدو او سپکاوي ننداره کوي، د ګاونډیو هیوادونو سره د پټ جوړجاړي په اساس هغوی ته د افغانستان د حریم د پایمالولو او خاورې د غصب کولو اجازه ورکوي، بیاهم وایم چې ټوله پالیسي یې په تشو شعارونو او لاپو ولاړه ده!!

د آزاد بازار په نوم یې د سرمایه دارانو سره په تفاهم د ولس د غریبی طبقې بیخ کني شروع کړیده، دا شان بازارونه د بې کیفته اجناسو، روغتونونه د ناپوهه ډاکټرانو، ښوونیزې ادارې د بې علمه او بې پروا عناصرو په مرکزونو بدل شوي، ته به نه وای چې دلته یو حکومت شتون لري انارشي او ملک الطوایفي ده، د پارلمان وکیل ځانته، د ولایتي شورای وکیل ځانته، د ځمکو غاصبین ځانته او بلاخره هر د زور او زر خاوند ځانته وسلوالې ملیشې لري، په ټول هیواد آن په مرکز کې یو ډول ویرونکی حالت دی، ولس تنګ دی، انقلاب او بدلون غواړي خو مکارو امریکایانو د سرمایه داري اصولو په سبب خلکو ته دومره سردردي او ستونزی جوړې کړي چې ولس ترې اوس د وتلو په چل نه پوهیږي.

الله جل جلاله دی خپل رحم وکړي زموږ هدف دادې چې خپل ولس کې د بیدارۍ او ویښتابه حرکت او ځواک پیدا شي او نور پرینږدي چې خارجیان او مزدوران یې په برخلیک لوبې وکړي.

د نړیوال کفر د ماتې او اسلام د بریا په هیله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close