ادرک له بدنه دومره ناروغۍ ورکوي

کابل ټکی کام ۲۲ زمری ۱۳۹۴ قدرت الله حسین په يوه نوې څېړنه کې معلومه شوې ده چې ادرک يا زنجبيل له بدن څخه د ناروغيو په ورکولو کې ډېر ګټور دی، په څېړنه کې ويل شوي دي، چې له ادرک څخه جوړې شوې چای له وټامن سي ځخه ډکې وي، چې د خلکو د روغتيا لپاره ستره ګټه کوي. زړه بدی لرې کوي: څېړنه وايي، که چېرې د کوم کس د سفر په وخت کې زړه بدېږي او قۍ ورځي، هغه ته په کار دي، چې له روانېدو څخه لږ مخکې د ادرک يوه پياله چای وڅکي، چې په ټول سفر کې به يې نه زړه بد شي او نه به قۍ ورشي او له سفر څخه به ګټه پورته کړي. د معدې فعاليت ښه کوي: د ادرک چای د هضم نظام او د خوراک د هضمولو صلاحيت ډېروي، خاص کر په هغه وخت کې چې ډوډۍ ډېره وخوړل شي او له امله يې په خېټه کې د پيدا شوي ګيس له کبله درد يا سوزش پيدا شي، نو د ادرک چای دغه مشکل ختموي. د تنفس ناروغي: د ادرک چای د سينې د خرابوالي او سخت زکام پر مهال ډېر ګټور دی، کله د چاپېريال له امله په سا اخستو کې هم تکليف وي، چې د ادرک د چاي څکلو سره دغه مشکل هم له منځه ځي. د وينې دوران تېزوي: په ادرک کې موجود وټامنونه او معدنيات په جسم کې د وينې دوران ښه کوي، چې په مرسته يې د زړه د ناروغيو خطره کمېږي. ښځو ته د مياشتني مرض په وخت کې ګټور دی: د ادرک چای ښځې د مياشتني مرض يا حيض په وخت کې له تکليفه بچ کوي، چې د ادرک په تودو چايو يوه ټوټه خشته شي او پر خېټه کېښودل شي، دې سره تکليف ارامېږي، خو له دې سره بايد يوه پياله د ادرک چای چې شهد ورسره ګډ وي، وڅکل شي. دفاعي قوت زياتوي: څېړنې مخکې ويلي دي، چې د ادرک چای د بدن دفاعي قوت هم ډېروي او له دې سره انسان له ډېرو ناروغيو په امان وي. خپګان له منځه وړي: څېړنې د ادرک وروستۍ ګټه دا ښودلې ده چې په سخت خپګان او دماغي نارامۍ کې هم انسان ته سکون ورکوي.   ډاکټران وايي که د ادرک چای ترشه مزه کوله، نو د شهدو يا ليمو په ګډولو يې مزه ښه کېدای شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close