ادلب چیغې وهی:د رژیم له پرځیدا پرته بل بدیل نه لرو

د سوریې شمال ته د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې سیمو کې ستر لاریونونه راوتلي او د اسد رژیم او روسیې له لورې د ادلب پر ولایت د متوقعه برید او یرغل سخت مخالفت یې څرګند کړی دی.

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

د سوریې شمال ته د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې سیمو کې ستر لاریونونه راوتلي او د اسد رژیم او روسیې له لورې د ادلب پر ولایت د متوقعه برید او یرغل سخت مخالفت یې څرګند کړی دی.

د الجزیرة استازی أدهم ابوالحسام ویلي دی چی لاریونونه د ادلب ولایت له اویا ځایونو چې مختلف کلي او ښارونه پکې شامل دی برسریره پر دې د حلب د شمال غربی ښارونو څخه لاریونونه راوتلي دی.

لاریونوالو پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې په پدې اړه باید نور چوپه خوله نشي او پر ادلب د روسیې او سوریې رژیم لخواد دغه یرغل مخه ونیسي.

لاریونوالو پر نړیواله ټولنه په ادلب ښار کې د پرتو څلور ملیونه ملکي خلکو د ساتنې غږ هم کړی چې له جملې نه یې یو ملیون کوچني ماشومان تشکیلوي.

همدا راز یې د دوی پر ولایت د مسکو د یرغل او مداخلې پر ضد هم خپل غږ پورته کړی او د دولت له ټولو مخالفو وسله والو ډلو یې غوښتنه کړې څو یو موټی شی او د اسد رژیم او ائتلافیانو لخوا پر ادلب د احتمالي برید مخه ونیسي، لاریونوالو دا شعار پورته کاوه چې د (د اسد رژیم له پرځولو پرته بل هیڅ بدیل نه لرو.)

د ملګرو ملتو عمومي منشي انټونیوګوتیریش د سوریې رژیم او پلویانو ته ګواښ کړی څو پر ادلب له یرغل ډډه وکړي، کنه نو یو ستر بشري ناورین به رامینځته شي او د وینو ویالې به وبهیږي.

ګوټیریش له روسیې، ایران او ترکیې هم غوښتنه کړېده څو د هغه په وینا ترهګر په جلا توګه وځپی او ملکي خلک باید د دې برید بیه پری نکړي، بله دا چې د اساسي خدماتو مرکزونه لکه روغتونونه او داسې نور د برید پر مهال په نښه نکړای شي.

لدې مخکې ترکیې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتو امنیت شورا هم د ترکیې د دغه موقف ننګه کړې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close