اذربایجان کې د مذاکراتو په اړه د طالبانو غبرګون

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۵) له تېرو څو ورځو راهيسې د رسنيو له لوري راپورونه ورکول کېږي ګنې په اذربایجان کې د طالبانو او حکومتي استازو تر منځ د سولې اړوند مذاکرات کوي.

ځينو رسنيو د اذربايجان د ديپلوماتيکو سرچينو له قوله ليکلي، چې دغه مذاکرات به د جون مياشتې په اووه ويشتمه نيټه د اذربایجان په مرکز باکو کې پيل شي.

خو طالب وياند ذبیح الله مجاهد په ياد هېواد او ځينو نورو سيمو کې د مذاکراتو په اړه راپورونه رد کړي او دا يې تشې اوازې بللي دي

مجاهد زياتوي: “موږ دا ډول ادعاوې ردوو، په یادو ځایونو کې د اسلامي امارت استازي له چا سره په خبرو نه دي بوخت او نه هم په دې اړه راپورونه واقعیت لري”.

نوموړی وايي، د طالبانو اړوند د سولې خبرې په مخامخ ډول د دوی له خوا له رسنيو سر شريکېږي، د پېښو په اړه دې مسئولانه چلند وشي او ” تشې آوازې او بې حقیقته یا جعلي افواهات اسلامي امارت ته منسوب نه کړل شي.”

تر دې مخکې هم ځينو دولتي چارواکو او د سولې ته منسوبو ادارو ورته ډول راپورونه ورکړي دي چې له طالبانو سره يې تماسونه دي او په نږدې وخت کې به د دولت او طالبانو تر منځ خبرې پيل شي خو د چارواکو ادعاګانې وخت پر وخت د طالب وياند له لوري رد شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close