اربکيان

احمد ګل ریان

د حقايقو پښو ته ټيټ شول د مقر اربکيان

ګوري موقع د پکتيکا او د شلګر اربکيان؟

 

د متقي سړي ليدل سړي ته خدای (ج) يادوي

د طالب يو ديدن اصلاح کړلو لښکر اربکيان

 

خير که ليږلی يې مډال و بشرخوره ټرمپ ته

سوکه سوکه به راويښيږي د لوګر اربکيان

 

د ننګرهار ولس به کينوي حساب ته ډير ژر

د نيکولسن او د ګوډي شيطان اتمر اربکيان

 

طالب دې اوس ورته هوښيار شي د سياست دور دی

د پيسو وږي دي، هيڅ نه دي د باور اربکيان

 

چې په ډالرو يې لويديځ ته ګټه ورنکړله

افغان ولس ته خو تاوان دي سراسر اربکيان

 

نه په هيواد، نه په ملت او نه په دين تړلي

که د پوستې دي، که د کور که د دفتر اربکيان

 

ځکه خو وايو چې طالبه! ورته ويښ اوسيږه

په دې ولس کې درنه بيا نشي مضمر اربکيان

 

له ټوپکي يې قلمي دي څو قدمه وړاندې

ريان ليدلي د فيسبوک او ټويټر اربکيان

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close