اردن: د پوليس په ډزو د ۲ امريکايانو په ګډون ۴ تنه وژل شوي، ۳ امريکايان ټپيان دي

کابل ټکی کام ۱۹عقرب/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

يوه اردني پوليس تېره ورځ د پوليسو د روزنې په يوه مرکز کې پر امريکايي روزونکو ډزې کړې دي، چې له امله يې دوه امريکايايي او يو افريقايي روزونکي او يو اردنی ملازم وژل شوي دي او ۳ نور امريکايان ټپيان دي.

د اردن چارواکو ويلي دي، چې بريد د اردن د پارلمان د يوه پخواني غړي وراره قوماندان أنور السعد أبو زيد الريموني کړی دی.

د پارلمان دغه غړي ويلي دي، د چارواکو په هغه وينا شک لري، چې ګوندې د ده وراره دغه کار ترسره کړی دی.

د انور کورنۍ هم په پېښه کې د نوموړي لاس لرل رد کړي دي او زياته کړې يې ده، چې نوموړی خوش اخلاقه او سيال سړی و، د اردن په امنيتي ځواکونو کې يې مهمې دندې ترسره کړې دي او ګڼې جائزې يې اخستې دي.

چارواکو ويلي دي، چې بريدګر سعد له بريد وروسته وژل شوی دی، خو تر دې دمه يې جسد کورنۍ ته نه دی سپارل شوی.

د اردن او امريکا چارواکو د دغه کار سخته غندنه کړې ده.

د اردن چارواکو ويلي دي، چې څنګه يو پوليس په هغو خلکو بريد کوي، چې د دوی په روزنه بوخت دي.

د امريکا ولسمشر اباما هم د بريد غندنه کړې او له اردني چارواکو يې په دې اړه د کلکې پلټنې غوښتنه کړې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close