اردن: په وسلوال بريد کې درې امريکايي افسران وژل شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۵) الماس خدرخېل

د اردن هیواد یوه عسکر پر امریکايي روزونکو ډزې کړي، چې له امله یې دوه تنه ځای پر ځای وژل شوي او يو بل امریکايي ټپي شوی دی.

د امريکا دفاع ورارت پنټاګان ويلي، چې نوموړي درې تنه افسران هلته د پوځيانو د روزنې لپاره تللي و.

پېښه د اردن جنوب لور ته په جعفر نومې سيمه کې اميرفيصل هوايي ډګر په دروازه کې رامنځته شوې ده.

نښته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې امريکايانو غوښتل د اردن  د ملک فیصل  نظامي‌ هوايي‌ هډې ته داخل شي، چې د اردني پوځيانو له خوا يې مخنيوی وشو او نښته رامنځته شوه .

راپورونه وايي پر دروازه ولاړ عسکر هغه وخت پر امریکايي روزونکو ډزې وکړې کله چې هغوی دده په اشاره توقف ونه کړ او وړاندي ولاړه.

يو تن امريکايي افسر ځای پر ځای وژل شوی او دوه نورو بيا وروسته ساه ورکړې ده.

د اردن چارواکي وايي د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي، ترڅو معلومه کړي دا پېښه څرنګه رامنځته شوې ده.

د الجزيرې خبريال تامرالصمادي له قوله ويل شوي، چې دغه امريکايي افسرانو ته د درېدو امر شوی و، خو دوی ورته پاملرنه نه وه کړې، خو یو شمېرو نورو سرچینو بیا د الجزیرې خبریال ته ویلي چې د ډزو وجه دا نه شي کیدلای.

د يادونې ده، چې په دغه هوايي ډګر کې امريکايي روزونکي اردوني پوځ او پوليسو ته روزنه ورکوي، داسې راپورونه هم ورکول کېږي، چې هغه وسلوال هم تربيه کوي کوم چې عراق او سوريه کې د اسلامي دولت ډلې خلاف جنګ کې برخه اخلي.

دا لومړی ځل نه دی چې په نوموړي هېواد کې دغه شان پېښې رامنځته کېږي، له دې وړاندې په ۲۰۱۵م کال کې هم يوه اردني عسکر دوه امريکايي پوځيان په يوه بريد کې ووژل.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close