اردوغان: د ایس 400 توغندیو پیرل د واشنګټن تر امنیت پورې هیڅ تړاول نلري

الجزیرة: ژباړن: روحاني

ترکي ولسمشر رجب طیب اردګان ویلي چې هیواد یې له روسیې نه ایس 400 ډوله توغندي او د ایف 35 ډوله الوتکې پیري خو دا د متحده ایالاتو او ناټو په امنیت پورې نه له نږدې او نه له لري نه هیڅ ډول تړاو نلري.

اردګان ټینګار وکړ چې د ایس 400 توغندیو موخه څرګنده ده، او یوه له هغو لارو څخه ده چې غواړو ګټه ترې واخلو، او خبره د توغندیو تر پیرلو پورې نده بلکې خبره په سیمه کې د ترکیې د خوځښتونو ازادي ده، چې په سر کې یې سوریه ده.

اردګان ټینګار وکړ چې هیواد به یې له مسکو نه یاد پیرل د منطق او ګډو ګټو په اساس تکمیل کړي.

دا په داسې حال کې چې د امریکا د دفاع وزارت ویاند چارلز سامرز د تیرې جمعې په ورځ ګواښ وکړ چې که ترکیې یاد توغندي وپیرل له جدي بدو پایلو سره به مخ شي، او زیاته یې کړه چې په اوسني حالت کې ترکیه نشي کولای دغه ډول توغندي او الوتکې وپیري.

بل پلو ته د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي اکار ویلي دی چی د واشنګټن لخوا د ترکیې له یادې پیرنې په وړاندې خنډ کیدل د سیمې د قانون پر ضد عمل دی، حال دا چې همدا مهال د ترکیې پیلوټان، ساینس پوهان په متحده ایالاتو کې په ټریننګ بوخت دي.

څو ورځې وړاندې په اروپا کې د امریکایی ځواکونو قوماندان جنرال کورتیس سکاباروتی چې د ناتو د ځواکونو اعلی قومندان هم دی ټینګار کړی و چې باید روسیه انقرې ته یاد توغندي او الوتکې ورنکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close