اردوغان: سعودي دې د خاشقجي په وژنه تورن اتلس کسان ترکيې ته وسپاري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۹)

ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان له سعودي غوښتي چې هغه اتلس تورن کسان ترکيې ته وسپاري چې د سعودي په وژنه کې يې لاس درلود.

اردوغان تيره ورځ د خپل هېواد پارلمان ته د وينا پر مهال وويل، چې د جمال خاشقجي د قتل په اړه څېړنې دې ژر ترژره بشپړې او پر سعودي يې غږ وکړ چې د خاشقجي د جسد په پيدا کولو کې ورسره مرسته وکړي.

خبريال او لیکوال جمال خاشقجي د تيرې اکتوبر مياشتې په دوهمه نيټه په استنبول کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته له ننوتو ورسوته لادرکه شو چې په سبا يې د هغه ميرمنې د لادرکه کېدو راپور ورکړ.

که څه هم په لومړيو کې سعودي چارواکو د خاشقجي د وژلو په تړاو ناخبري ښودله خو وروسته يې وويل چې نوموړي د کونسلګرۍ چارواکو سره تر لفظي شخړې وروسته وژل شوی دی.

سعودي په ياده پېښه کې د اتلس کسانو لاس لرل منلي خو تر اوسه هم د يادو کسانو د محاکمې او د جمال خاشقجي د جسد د پيدا کېدلو په اړه څه نه دي ويل شوي دي.

ګمان کېږي چې جمال خاشقجي استنبول کې د سعودي کنسلګرۍ کې له وژلو وروسته له ښاره ليرې په يوه ځنګل کې دفن شوی خو ترکي چارواکي يې د جسد په پيدا کولو لا هم نه دي بريالي شوي دي.

برتانوي رسنيو وړمه ورځ وويل چې له وژل کېدو مخکې سعودي خبريال جمال خاشقجي يمن کې د سعودي او اماراتو له لوري د کيميايي وسلو د کارولو په اړه راپور چمتو کړی و او په لنډ وخت کې يې خپرولو ته مناسب وخت کتلو.

تيره ورځ د خاشقجي ترکۍ ميرمنې وويل چې د خاوند د وژل کېدو پر سر د يو شمير هېوادونو د مشرانو څرګندونو مایوسه کړې ده.

تازه د نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې د پاچا سلمان کشر ورور شهزاده احمد بن عبدالعزيز له لندن څخه سعودي ته ستون شوی او ښايي د سعودي شاهي کورنۍ د خاشقجي د وژنې او وروستيو تحولاتو ته په کتو د وليعهد سلمان د ليرې کولو او  يا د هغه د واکونو د محدودولو پرېکړه کړې وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close