اردوغان: په کونسلګرۍ کې د سعودي خبريال د وژنې پايلې به نړې ته روښانه شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۶)

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي، په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې د يوه سعودي خبريال د مرموزې وژنې په اړه څېړنې روانې دي او وروستۍ پايلې به يې ټولې نړۍ ته روښانه کړي.

اردوغن ويلي، دغه موضوع خپله تعقيبوي، کونسلګرۍ ته تګ راتګ، د هوايي ميدانونو ټول پروازونه به څېړل کېږي او د سعودي خبريال جمال خاشقجي د ترور وروستي نتایج به نړۍ ته اعلانېږي.

د تيرې سې شنبې په ورځ د سعودي عربستان د اوسني حکومت منتقد او خبريال جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ ته دننه شو او د ميرمنې په وينا يې چې بيا بيرته ترې نه دی راوتلی.

تيره ورځ نيويارک ټايمز، رويټز، فرانس پريس او ځينو نورو رسنيو د ترکي چارواکو له قوله لیکلي و چې نوموړی د سعودي کونسلګرۍ کې د ننه وژل شوی او وروسته يې جسد بهر غورځول شوی دی.

د رجب طيب اردوغان يوه سلاکار یاسين اقتای او يوه بل ترکي چارواکي ويلي، چې د سعودي له لوري د خاشقجي د وژنې لپاره پنځلس کسيزه ډله ګمارل شوې وه او ګمان کېږي چې د هغوی له لوري به وژل شوی وي.

وړمه ورځ د سعودي پاچا محمد بن سلمان ويلي و چې دوی په دې اړه د پټولو لپاره څه نه لري او د خاشقجي د ترور په تړاو به هر وخت د ترکيې له حکومت سره په اړيکه کې وي چې نوموړی ولې او څه ډول ترور شوی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close