ارزګان: د ګډوځواکونو په عملیاتو کې ۸ تنه ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۲)

له ارزګان ولایت څخه ورکړل شوي خبرونه وایي، چې ددغه ولایت د  خاص اروزګان په ولسوالۍ کې افغان او امریکایي ځواکونو د ښځو او ماشومانو په ګډون اته(۸) کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
بهرنیانو وروسته تر هغه دا بریدونه کړي، چې طالبانو د پخواني جنګسالار قوماندان حکیم شجاعي د وسلوالو پر وړاندې عملیات پیل کړي وو.

سیمیزې سرچینې وایي؛ بهرنیانو د ولسي خلکو پر کورونو بمباري هم کړې چې په نتیجه کې یې څلور کورونه په بشپړ ډول نړول شوي او یو شمیر ښځې او ماشومان وژل شوي دي.
تر دې وړاندې طالبانو په دغه ولسوالۍ کې د خپلسري قوماندان پر ضد عملیات پیل کړي و، چې لا هم دوام لري.
په دغو عملیاتو کې تر اوسه دیرش تنه غیر مسؤل وسلوال وژل شوي او د قوماندان شجاعي په ګډون لسګونه نور ټپیان دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close