ارزګان: طالبانو په خاص ارزګان او مرکز کې نور پرمختګونه هم کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۶)

راپورونه وایي چې طالبانو د اروزګان په مرکز ترینکوټ او د خاص اروزګان په ولسوالۍ کې یو شمیر سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستلې.

سرچینې وایي،د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ په مربوطاتو کې له تیرې اونۍ را په دې خوا پیل شوې جګړه لا هم دوام لري خو په یو شمیر سیمو کې پای ته رسیدلې.
خبر زیاتوي، ځایي خلکو اوس په خپله خوښه له طالبانو ملاتړ کړی او د خپلسرو ملیشو له قوماندان “حکیم شجاعي“ سره یې پریکون اعلان کړی دی.

طالبان وایي؛ دخاص ارزګان ولسوالۍدکندلان،جنګه ریغ سیمو کې جګړه پای ته رسیدلې او په وینا یې چې دکندلان،جنګه ریغ،حسینی،پایک،اوسیرودسیمو
خلکو د خپلو مشرانو په توسط له دوی څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې طالبانو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې هم پرمختګونه کړي او د مرکز اړوند د پای ناوې په سیمه کې یې دکرم کاریز اومرچې په سیموکې یې دوه قرارګاوې او ۳ پوستې نیولې او ګڼ شمیر امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دولتي سرچینو په دې تړاو تر اوسه کوم سپیناوی نه دی کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close