ارزګان: کلابند سرتېري وایي که مرسته را ونه رسیږي، طالبانو ته تسلیمیږو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۳)

د ارزوګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د ملي اردو او پولیسو د پوځي کمپ محاصره سرتیرو خبرداری ورکړی چې که حکومت یې مرستې ته ونه رسیږي،ټول به له طالبانو سره یوځای شي.
دا سرتیري چې شمیر یې ۷۰ تنو ته رسیږی وایي، له تیرو شلو ورځو راهیسې ټولې اکمالاتي لارې ورباندې تړل شوې او تر سختې محاصرې لاندې شپې سبا کوي.
د دې کمپ یوه قوماندان رسنیو ته د خوراکي توکو له کمبود او د تجهیزاتو له خلاصون څخه شکایت کړی او ویلي یې دي چې نه د اروزګان ځایي اداره او نه هم مرکزي حکومت یې غم خوړلی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ کې د چینای په نامه د ملي اردو ځواکونو
یو لوی کمپ طالبانو ته تسلیم شو.
طالبانو ویلي د دې کمپ ۸۶ تنه عسکرو چې زخمیان هم پکې و، دوی ته تسلیم شوي او دغه راز یې ۱۲ ټانګونه،یو S.P.G-9 توپ، ۳ دهشکې، ۲ عدده اګایز،۲هاوانونه، یو زیکویک،یو هشتادودو،۳۰ کوچني امریکایي ثقیلان ، ۱۵ غټ امریکایي ثقیلان ، ۱۲ روسي ثقیلان ، ۱۲ راکټونه ، ۱۰۰ کارمولي ټوپکونه ، ۱۵ چریکي هاوانونه ، ۴ سی ونوف ټوپکونه ، ۲۷ کلاشینکوفونه ، له خورا ډیرو مرمیو اوګڼ نور مهماتو سره یوځای طالبانو ته سپارلي
د ملي دفاع وزارت هم د دې خبر پخلی کړی خو د نورو جزئیاتو له ورکولو یې ډډه کړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close