ارغنديوال: حزب اسلامي زما په نوم دی، حکمتيار دې په بل نوم ګوند جوړ کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۳) پرون د ګلبدين حکمتيار تر مشرۍ لاندې د حزب اسلامي ګوند په يوه اعلاميه کې وويل، چې د خپل ګوند له غړيتوبه يې عبدالهادي ارغنديوال، انجینر محمد خان، بصير انور ويستلي او له ارغنديوال يې غوښتي که غواړي چې ځانته ګوند ولري نو  د هغې لپاره دې بل نوم او نښان غوره کړي.

خو تازه عبدالهادي ارغنديوال ويلي چې هيڅوک يې له حزب اسلامي د ويستلو حق نه لري په خبره يې چې حزب اسلامي د ده په نوم ثبت شوی او حکمتيار دې ځانته په بل نوم جلا ګوند جوړ کړي.

ارغنديوال دغه څرګندونې افغان اسلامي اژانس ته کړي او ويلي يې دي چې له څو کلونو راهيسې د حزب اسلامي مشري کوي او له حکمتيار يې دا تمه نه وه چې داسې د خندا وړ پريکړه دې اعلام کړي.

نوموړي ويلي، چې ګوندونه په زورواکۍ نه چليږي او که څوک د نورو په اړيکو محدويتونه لګوي نو دا د ديکتاتورۍ او زورواکۍ مانا لري.

د ارغنديوال په خبره، په دې اړه يې د حکمتيار تر مشرۍ لاندې له حزب اسلامي سره خبرې روانې کړې وې څو يوې هوکړې ته ورسېږي خو لا هم دغه مسله همداسې پاتې ده.

له تېرې ډېرې مودې راهيسې د ارغنديوال او حکمتيار تر منځ د (حزب اسلامي) په نوم لانجې روانې دي چې دواړه يې د خپلولو په هڅه کې دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close