اروزګان:د سختې لوږې له امله لسګونو سرتیرو طالبانو ته د تسلیميدو ګواښ کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندی ۱۳)

د اروزګان ولایت د چارچینو ولسوالۍ پولیس وایي ، له یوې میاشتې راهیسې ورته د خوراکي او غیر خوراکي توکو اکمالات نه دي شوي، چې له امله یې له سختې لوږې سره مخ شوي دي.
ځایي چارواکي ستونزه مني خو وایي چې له تیرو څه باندې دوو کلونو را په دې خوا له مرکز ترینکوټ سره د ټولو ولسوالیو لارې د طالبانو له خوا تړل شوې او ټول دولتي اکمالات د هوايي ځواکونو د چورلکو په وسيله ترسره کېږي.

پولیس وایي چې په دغه ولسوالۍ کې ۹۰ تنه پولیس شته چې له تیرې یوې میاشتې راهیسې یې جنګي مهمات او خوراکي مواد نه دي ترلاسه کړي .
دوی وایي چې “که دا لړۍ همداسې دوام وکړي نو اړ دي چې يا دنده پرېږدي او يا هم وسله والو طالبانو ته تسليم شي“
پولیس دغه راز وایي؛ که ملګری یې د طالبانو په بریدونو کې ټپیان شي نو په ورځو ورځو پراته وي او څوک یې روغتون ته نه انتقالوي.

د دغه ولایت د ګیزاب ولسوالۍ ځایي امنیتي سرتیري وایي ؛ دوه تنه پولیس ملګري یې اته ورځې وړاندې د طالبانو په يوه بريد کې ټپيان شوي و، اوس هم په ولسوالۍ کې له درملنې پرته پراته دي او مرکز ته نه دي لېږدول شوي.

د اروزګان د والي مرستيال عطاالله فضلي ستونزه مني خو وایي چې دوی د زون په کچه یواځې دوه چورلکې لري چې د اړتیا پر مهال اړمنو سرتیرو ته اکمالات نه شي رسولی او د ځمکې لارې پرې طالبانو تړلې دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close