اروزګان او بغلان کې “۴۴“ دولتي سرتیري وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۰)

راپورونه وایي چې د اروزګان ولایت په مرکز او د بغلان په برکه ولسوالۍ کې لسګونو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.
خبرزیاتوي ، طالبانو تیره شپه د اروزګان ولایت دمرکز ترینکوټ اړوند د پای ناوې او خانقې په سیمو کې پنځه( ۵) پوځي مرکزونه نیولي او دولتي ځواکونو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه ور اړولي.

سیمیزې امنیتي سرچینې وایي، چې د طالبانو په برید کې تر شلو زیات عسکر وژل شوي او ګڼ شمیر ټپیان دي.
ځایي چارواکو رسماً په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی، خوطالبانو ویلي چې په دې بریدونو کې یې ۳۰ تنه امنیتي سرتیري وژلي دي.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې طالبانو د بغلان ولایت په “برکه“ ولسوالۍ کې یوه پوځي قرارګاه نیولې او د یوه ټانګ په ګډون یې زیاته وسله هم ولجه کړې ده.
طالبانو ویلي، په دغه برید کې یې د ۲ قومندانانو په شمول ۱۴ عسکر او اربکیان وژلي، ۲ تنه یې ژوندي نیولي او نور له سیمې تښتیدلي دي.
د دې پیښې په تړاو د  بغلان چارواکو هم تر دې مهاله په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښوودلی.
دا په داسې حال کې ده چې په همهاله توګه د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې هم ګڼ شمیر کمانډویان د طالبانو د بریدونو ښکار شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close