اروزګان: بهرنیوځواکونو ولسي خلکو ته مالي زیانونه اړولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۸)

د اروزګان له مرکز ترینکوټ ښار څخه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې ګډوځواکونو د دې ښار په څنډه کې د موټرو پر یوه پارکینګ چاپه وهلې او ګڼ عراده جات یې سوځولي.

سرچینې وایي، د محمد نبي خان په نوم یاده اډه او پارکینګ د ولسي خلکو اړوند وو او مشر یا هم کوم کارکونکي یې له وسلوالو مخالفینو سره هیڅ راز اړیکې نه درلودې.

د عیني شاهدانو په وینا؛ ګډوځواکونو دتیلو ګڼ شمیر دکانونه او موټران سوځلي او خلکوته یې دملیونونو افغانیو په ارزښت مالي زیان اړولی دی.
طالبانو پیښه بشرضده جنایت بللی خو سیمیزو چارواکو او ناټو ځواکونو تر دې مهاله په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close