اروزګان: داخلي برید کې دوه امریکایي پوځیان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۴)

رابورونه وایی چې د امریکایانو او افغان عسکرو په خپل منځي نښـتو کې دوه امریکایي عسکر وژل شوي دي.
خبر زیاتوي؛ پیښه هغه مهال رامنځـته شوه؛ کله چې امریکایانو د طالبانو پر لومړۍ کرښه د تعرضي برید هڅه وکړه چې، په ناڅاپي توګه یې ټانګ د سړک غاړې د یوه ماین ښکار او درۍ امریکایان ځای پرځای ووژل شول.
سرچینې وایي؛ کله چې د امریکایانو مرستې ته د ترینکوټ د حوزې مسؤل احمدالله راودانګل،امریکایانو پرې ډزې وکړې او ځای پر ځای یې وواژه.
معتبرې دولتي سرچینې وایي؛ د قوماندان احمدالله تر وژلو وروسته امریکایانو سیمه پریښووده او خپل پوځي مرکز ته یې ځان ورساوو، چې هلته د وژل شوي قوماندان ملګرو د ترینکوټ په امریکایي اډه کې پر یادو پوځیانو د خپل قوماندان د کسات اخیستلو په موخه ډزې کړې اودوه تنه بهرنیان یې وژلي.

تر اوسه د دولتی ځواکونو د تلفاتو په هکله څه نه دي ویل شوي.
باید وویل شي چې د اروزګان پخوانی امنیه قومندان روزي خان هم په همدي ولایت کې د خپلو امریکایي ملګرو له خوا وژل شوی ؤ

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close