اروزګان :دوولس تنه بهرني ځواکونه وژل شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۱)

راپورونه وایي چې تیره ورځ د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د طالبانو او امریکایي ځواکونو ترمنځ درنه جګړه شوې.
خبر زیاتوي، امریکایي الوتکو لومړی د طالبانو د جګړې پر لومړۍ کرښې بمباري وکړه او وروسته یې سیمې ته پیاده ځواکونه واستول، چې د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

طالبان وایي ، له بمباریو سره د ځانګړي تکتیک له امله ورته هیڅ راز زیان نه دی اوښتی،  خو تر بمبار وروسته یې په ورغلو  پلیو ځواکونو  مرګوني بریدونه ترسره کړي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

طالبانو ادعا کړې چې په دې  پېښه کې ۱۲ تنه بهرني عسکر او ګڼ شمېر افغان ځواکونه ځای پرځای وژل شوي او ګڼ  نور ژوبل دي.
سیمیزې سرچینې وایي،  ورغلي ګډځواکونه نن ماسپښین بیرته له سیمې شاتګ ته اړ شوي او هیڅ کوم پرمختګ یې نه دی کړی.
افغان او امریکایي چارواکو تر اوسه د دې پیښې په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close