اروزګان: د خاص اروزګان ولسوالۍ د سقوط وروستۍ شیبې شميري

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۹ فرید افغان)

د اروزګان ولایت ځایي امنیتي مسؤلین وایي؛ د خاص اروزګان ولسوالۍ د سقوط په ګړنګ ولاړه ده او ښایي په ټولیزه توګه د طالبانو لاس ته ولویږي.
ازادۍ رادیو ته امنیتي سرچینو ویلي؛ وسله وال طالبان د ولسوالۍ، امنیه قوماندانۍ او د ملي اردو دریم کنډک څو مترۍ ته رسېدلي چې ولسوالي د سقوط وروستي سرحد ته رسیدلې.
سرچینو ویلي؛ امنیتي مسؤلین د بې کفایتي، نا هماهنګي او سختو خپلمنځي جنجالونو سره مخ دي چې دې چارې وضعیت د طالبانو په نفع تمام کړی.

دیاد ولایت د والي ویاند دوست محمد نایاب مني چې د ولسوالۍ ۹۵ سلنه سیمه د طالبانو تر کنترول لاندې ده او زیاتوي چې ښایي په دې ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات پیل شي.
ازادۍ رادیو ویلي چې؛ چې په تیرو څو ورځو کې په یاده ولسوالۍکې ۲ پولیس وژل شوي او ۲پولیس او۲ د ملي اوردو سرتېري نور هم ټپيان شوي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close